د نرانو او ښځو په مغزو کې توپير حياتياتي تو پير دى.   نوې څېړنه
د ښځې ماغزه د همدردۍ او د نر ماغزه تجزيه ده !
ښځې د نورو خلکو او چاپېريال سره زياته اړيکه او نيږدې والى خوښوي او په ډېرې اسانۍ سره د خلکو څېرې لوستلاى شي.
نجونې د هلکانو په نسبت ډېر زر خبرې شروع کوي او زر بلديږي.
په هلکانو کې د څيزونو تجزيه کول او په نظام يې د پوهېدلو هلې ځلې د نجونو په نسبت زياتې ليدل کيږي.

واشنټن : دا موضوع له پېړيو راهيسې تر بحث لاندې ده چې په نرانو او ښځو کې څه توپير دى؟ او ددوى په رويه کې چې کوم توپير ښکاري دا توپير جسماني او حياتياتي دى او که نه چاپېريال د هلکانو او نجونو روزنه په خپل، خپل انداز تر سره کوي، چې بيا ددوى د شخصيتونو غوړېدا د يو بل سره توپير پيدا کوي، د ( امريکا غږ ) په حواله چې هغوى د همدې څېړنې په موخه د يو نړېوال کارپوه سايمن بيرن کوهن سره خبرې کړي دي، نوموړى د کيمبرج په پوهنتون کې د ( ډيولپمنټل پيتو سيکالوجي) د برخې پروفيسر دى او په دې برخه کې په نړۍ کې دده خبره د پاى د خبرې او پرېکړې حيثيت لري.
نوموړي په دې موضوع يو ډېر خرڅېدونکى کتاب هم ليکلى دى؛ ډاکټر سايمن وايي چې د نرانو او ښځو په مغزو کې توپير حياتياتى توپير دى، هغه وايي، چې که زه په يو لفظ کې د دواړو د مغزو توپير بيانول غواړم نو بايد ووايم چې د ښځې ماغزه ( همدردي) او د نر ماغزه ( تجزيه) ده، نوموړي د خپلې خبرې وضاحت داسې وکړ، چې ښځې د نورو خلکو او چاپېريال سره ډېره اړيکه او نيږدې کېدل خوښوي او ددوى د شخصيت ټولنيز اړخ د نرانو په نسبت ډېر پياوړى وي، ښځې په ډېرې آسانۍ سره په څېرو پرتې خبرې لولي او د نورو ذهني څرنګوالى د نرانو په نسبت ښه پېژندلاى شي، هغه وايي کله چې ماشوم د خپل ټولنيز ميل اظهار کوي نو ژبه کاروي، او د ښځو ژبه هم د نرانو په نسبت ډېره تېره وي . ځکه خو نجونې د هلکانو په پرتله ډېر زر خبرې پېل کوي او د ژوند په دوهم پړاو کې  د خپلو همزولو هلکانو په پرتله ډېره زياته د الفاظو زخيره لري، ډاکټر سايمن وايي چې په دې څېړنه کې يې دا هم مالومه کړې ده چې، په هلکانو کې بيا د څيزونو د تجزيه کولو او په نظام يې د پوهېدلو هلې ځلې د نجونو په پرتله زياتې وي، هلکان د پردې ترشا په فعال نظام د پوهېدلو په کوښښ کې وي چې خپل واک او کنټرول و غځوي .
د ډاکټر سايمن نه پوښتنه وشوه چې د هلکانو او نجونو په رويو کې توپير خو د ټولنې او چاپېريال ځانګړې روزنه هم کېدلاى شي، سايمن وويل، چې مونږ د يوې ورځې په هلکانو او نجونو هم يوه تجربه کړې ده، دې نويو پيدا شوو ماشومانو ته مو د انسانانو دڅېرو او د ماشيني لوبو د آلو تصويرونه وښودل، له پايلو نه داسې مالومه شوه، چې نجونو انساني څېرو ته په غور کتل او هلکانو بيا د لوبو څيزونو سره مينه ښودله . دا ماشومان ډېر واړه و چې د چاپېريال د اغېز لاندې لا نه و راغلي، نو مالوميږي چې په نر او ښځه کې فرق حياتياتي او جسمانى فرق دى.
اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې په ماغزو کې دا توپير څنګه پيدا کيږي؟ ډاکټر سايمن وايي؛ د مور په خېټه کې د ماشوم د شتون په وخت کې د نارينه هورمونونو يوه ځانګړې اندازه شته دى، چې په نرانو کې دغه هرمون زيات او په نجونو کې کم وي، ددغې هرمون اثر په دماغو کې هم ښکاره کيږي او د همدې له امله ددوى ماغزه په ښځينه يا نارينه ليکو باندې لوييږي، ډاکټر سايمن په خپله څېړنه کې نور هم وړاندې ځي او دا نظريه وړاندې کوي؛ هغه نارينه چې د ( اوټزم) ښکار شوي وي، په هغوى کې نارينه هارمون له اړتيا زيات شوى وي، ځکه خو ددوى ټولنيز شخصيت بيخي صفر وي، په داسې خلکو کې د يوڅيز په نظام د پوهېدلو مينه د يوې ناروغۍ تر حده زياته وي او د ژوند د عامو څيزونو سره يې مينه او علاقه بيخي د نيشت برابره وي، ځکه خو د دنيا او مافيها سره يې اړيکه پرې شي، همدا لامل دى چې د ( اوټزم) ځينې ناروغان د ټيليفون د نمبرونو کتابچې او غټ غټ قاموسونه پوره او ټکى په ټکى زده کوي، خو د خپلو خپلوانو او هغه څوک چې پوښتنې ته يې راځي د هغوى سلام هم ترې هېريږي.

ژباړه : نصرت الهام

 

Smart-Boy-Programs