په يوټيوب کې د اسلام پر ضد د يهوديانو د زياتېدونکې پروپيګنډې له امله مسلمانو هيکرانو د يوټيوب سايټ د هيک کولو اخطار ورکړى دى!
نيويارک: په انټرنيټ د اسلام پر ضد د يهوديانو د زياتېدونکې پروپګنډې د ختمولو لپاره، مسلمانو هيکرانو د ويډيو ويبپاڼې ( يوټيوب) د هيک کولو اخطار ورکړى دى، د ګوګل وېبپاڼې د ويډيويي برخې څارونکو د امريکايي استخباراتو مامورينو ويلي دي چې د وېبپاڼې د څارلو پر مهال يې دغه اخطار تر لاسه کړى دى، د يوټيوب وېبپاڼې ساتونکې ډله يا ( سيکورټي ټيم) وايي چې دوى کولاى شي ( مايکرو ويبلوګنګ سروس ټويټر) ددې موخې لپاره وکاروي، د يوټيوب ساتونکى ټيم وايي د الفلوجه جهادي فورم غړي عبدالحکيم په خپل انټرنيټي پيغام کې ويلي دي چې، په يوټيوب باندې به د اسلام په خلاف د يهودانو پروپګنډه ناکامه، ټول اسلام مخالف ويډيوګانې به لرې او په يوټيوب کې به ددې پرځاى  د سليبي جګړې د امريکايي، اسراييلي سخت دريزو د ناکمۍ او د مجاهدينو د برياليتوبونو ويډيوګانې په ليکه کړي .
يادونه : د يوټيوب وېبپاڼې په اړه بايد دا يادونه هم وکړم چې دغه وېبپاڼه د ويډيو اپلوډ کولو او د نورو سره د شريکولو لپاره ترټلو ستره وېبپاڼه ده، چې افغانان يې هم په لويه کچه په خپلو ېبپاڼو او د خپلو وېډيوګانو د شريکولو لپاره کاروي، ورسره د اندېښنې خبره دا هم ده چې  افغانانو دغه وېبپاڼه په لويه کچه د منفي سياليو او د ښکنځلو لپاره کارولې ده، که د افغانانو له خوا په يوټيوب کې په ليکه شوې ويډيوګانې وګورئ او له حاله يې خبر شئ، کېداى شي له ډېر خپګان نه ژړا درشي . ژباړن

ژباړه : نصرت الهام