غزل

شرنګ يې د بنګړو د مازديګر آذان کــې ګــډ شولو
خدايــــږو چـــې له لپــــې مـــې دعــا لـــمن ته پرېوته

څنګه اوس ناصــــحه تـــوبــــه مـــاتـه نه کــړم وګوره
مينه د تنــــکـــي جـــانـــان مـــې بـــيا لمن ته پرېوته

سپينه، سپينه ځي راځي د سپينې پاغوندې په څېر
نور زمــــا زړګـــــي تــــه او رڼــــا لـــــمـن تـــه پــرېوته

راشـــــي راتـــــه خــــپله بــــېرته ځــــي پـه اجازت زما
ميــــنه يـــــې زما پـــــه دې ادا لــــــمـــن تــــه پــرېوته

هــــله مـــــا ورپـــــرېږده د عـــــمــــرونـــو ارمـاني يمه
ښـــــکلــــيه لـــه غـــمبورو دې ښــکلا لمن ته پرېوته

محمد اسماعيل عندليب