پرده پوښه!
مــخالف اكـــثر د خـــــپلـــې ارادې شــــم
درنه لرې شـــم چـې غواړم در نږدې شـــم

پرده پوښه! زړه په نــورو لارو سر كــــړم
هسې نه چې دې اخر كـې بې پردې شــــم
رانه لــــرې د ګــــناه دا پـــليــــتــــي كـــــړه
بې فايدې يمه چې لږ خو د فايــدې شـــم
زه په كومه لاره درشم چې ستــا لار وي؟
درته بيا په كومه لار سر په سجدې شم؟
عقل يو څه رانه غواړي زړه مې بـــل څــه
زه حيران يم د هغې شـــم كـــه ددې شــم؟

ايلــه اوس دې د لويـــۍ په راز اګاه شوم
ته وعده نوې كړې، زه چې بې وعدې شم

۱۳۸۵_دلوه _ ۲۰لغمان، الفت كلى
هجرت الله اختيار