رحمان بابا

پېژندلى دې هم ځان او هم جهان دى
            ځکه وايې درست جهان عبدالرحمان دى
په رښتيا دې قدم ايښى په اسمان دى
            قربان کړى دې منصور نه شاه جهان دى


تاته خاورې، سيم و زر درې واړه يو دي
خان، سلطان او قلندر درې واړه يو دى


په ښه خوى له بدخواهانو بې پروايې
                آينې غوندې بې رويه بې ريا وې
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدا وې
               لکه ابر هم ګوهر او هم دريا وې


د يار غم دې لکه تاج وو په سر باندې
نور غمونه دې کړه ټول له پښو لاندې


بې د مينې محبت له ښه تصويره
            نور دې هرڅه و ايستلي له ضميره
ځان دې خلاص کړ له هر قيد له هر تاثيره
            باري نه د تورو زلفو له ځنځيره


لکه خاورې پښولاندې د جانان وې
ددې نور جهان په سر لکه آسمان وې


تا قدم ايښى د خپل نفس په منبر و
            له خپل ځانه کړى تا مشکل سفر و
نا خبره ستا له حاله څه خبرو
           په ظاهره دې اوار دلته بستر و


په يوه قدم تر عرشه رسېدلې
درسته شپه د خداى حضور کې ژړېدلې


ځاى په ځاى لکه اسيا وې ناقراره
           ستا سکون په کور کې نه و بې رفتاره
دنيا دار وې بې درهمه بې ديناره
          هېڅ دې نه غوښتنه بې ياره بې دلداره


لکه ګل د پرېشانۍ په وخت خندان وې
د دوهۍ په غاړه ناست شاه جهان وې


دلته راغلې له کوم ځايه له کوم لوري
           چې په ډېر حيرت دا خلک درته ګوري
د شپې مښک په ورځ کافور درباندې اوري
          کړي خبرې درسره د آسمان ستوري


زه دې نه پوښتم له نوره قيل وقاله
بې له زلفو بې له خطه بې له خاله


بېخودۍ ته خلاص کړى له اغمونو
               ته وتلى وې له شپږو جهتونو
له خودۍ نه تښتېدې په فرسخونو
              کمه نه وه خو دي تاته له بندونو


ځکه تا ويل خودي لويه بلا ده
بې خودي انسان د پاره ښه پناده


پادشاهانو که قصرونه کړه آباد
             تا د عشق د مملکت ايښى بنياد
عشق و ستا پيرو پېشوا صحيح استاد
            در لوده دې په عشق څه ښه اعتقاد


ستا نظر کې هېڅ شى نه و تخت و تاج
د منصور دار دې ګڼلى و معراج


تا قربان کړه سل بې درد له اهل درده
            له دې زياته همدردي نشته همدرده
سره لاله نه زرغونيږي له هر ګرده
          خداى دې نه کا شاعران چېرې بې درده


بې در دانو لره زړه د چا ور درومي
هرڅوک کله د هر چا زړه کې ځاى مومي


ستا دلبر غوندې دلبر په جهان نشته
             ستا د عشق په باغ و بڼ کې خزان نشته
غمجن مه اوسه راځه رقيبان نشته
              د ليلى په دروازه کې دربان نشته


پاڅه بيا يوځل سېراب د عشق په جام شه
په ساغر د ماه و مهر مى آشام شه