غزل
دا بلېږي چـــې اورونه پـــه دې ښـــــار کـــې
دا زمونږ سوځي کورونه په دې ښـــــار کې
مــــونږه هـــغـــــه چا وژلي يـــو د چـــــا چې
اوس خواره دي تصويرونه په دې ښار کې
ددې ښـــار خلک د خـــپل ځان قاتـلان دي
دښــــمنان دي ســره ورونه په دې ښـار کې
دا سلګۍ لکه د دښـــتو خــــورې دلــــــته
او غـــمونه غــرونه، غرونه په دې ښارکې
څـــوک چــې دلته کـــې د ظلم مخالف دى
په هــــغه لـــګي تــــورونه پـه دې ښار کې
همـــدوى دلــــته د نفرت اورونـــه بل کړل
دا غـــوڅــيږي چې سرونه په دې ښـار کې
کـــــرکه هم راغــــله چې ته وطن ته راغلې
محـــــبت و تــــــر پرونه په دې ښـــــار کې
عــــــجيبه ده چې پښـــتون لا هم ويده دى
عجـــــيبه کېـــږي کارونه په دې ښــار کې
د تکــــبير ســندره نشتــه دى او ورک دي
د ســــــندرو تــــکبيـــرونه په دې ښار کې
دا الهــــام له دې نـــــري زړه ســــــره دلــته
دا سلــــګۍ او دا ويـرونه په دې ښار کې
نصرت الهام
پېښور --- ٢٠٠٩/٣/٣