چين د فحاشۍ پرضد 
 د چين حکومت فحاشۍ په غوسه کړى دى، فاحشو موادو ته دې د لاس رسي مخه ونيول شي!!!  د چين حکومت ګوګل او يوڅه نورو پلټونکو ماشينونو ته خبردارى ورکړى دى، د چين حکومت په ټول هېواد کې د فحاشۍ په ضد کار پيل کړى دى او د فحاشۍ پر ضد يې د جنګ نوى اعلان کړى دى، دغه جنګ د ځوانو زده کوونکو او محصلينو د اخلاقو د خرابۍ د مخنيوي لپاره پيل شوى دى، د چين حکومت وايي چې ځوانان بايد  لوړو زده کړو او ګټورو معلوماتوته پاملرنه وکړي، په لومړي قدم کې چين په انټرنيټ باندې ټول فحش ويب پاڼې بلاک کړي دي، چې ددې ويب پاڼو د بندېدو نه وروسته خلکو د ګوګل او نورو پلټونکو ماشينونو په مرسته دغسې موادوته لاس رسى کاوه، چې له امله يې د چين حکومت ګوګل او نورو پلټونکو ماشينونو ته خبر دارى ورکړى او زياته کړې يې ده چې په چين کې دې د انټرنيټ کاروونکو ته فحش موادو ته لاس رسى بند کړي، له دې پرته فحش ليکلي مواد، چاپي خپرونې او فحش انلاين بلوګونه هم تړل شوي دي، تر دې چې په انټرنيټ باندې د چيټينګ په اړه هم د چين حکومت فکر کوي، په زړه پورې پوښتنه داده چې په انټرنيټ کې پراخ فحش مالومات او په کروړونو لينکونه به د چين حکومت وتړلاى شي؟  سره له دې چې د چين د حکومت د خبراري په ځواب کې د ګوګل پلټونکي ماشين ويلي دي چې،  ددې لينکونو او ددې  لويې او پراخې نړۍ څارل  به يو ترټولو سخت کار وي .

ژباړه : ن/ الهام