د سيند په ورشو کې
ليک :  ق/  ن

د زړه د آسمان د تورو څڼو په شفق کې ډوب وم چې د يوې رنګينې دنيا يو تخيلاتي شعور مې د زړه د آهونو په درزا د تڼاکو کيسه راته کوله، په دغه عروج کې د افق د نيم بسمل له ناګهانه تاثير نه مې د يو الهام په فريادونو خپلې غمځپلې آروا ته کرار ورکړى و، هاغه دنيا چې د اوښانو د ګونګروګانو نڅا يې د يو لا شعوري زبر ځواک په مټ يو مفهوم جوړ کړى و، چې ما پکې د لا شعور د هغې نړۍ چې په توکل يې راوتى وم اور واخيست، له ډېرې پرېشانۍ مې د يو شعوري تيندک سره د ژوندون د رقابت له وېرې د رياضت معراج ته د ستړي ژوندون د مرمرو په غېږ کې چې د يو خړ سېلاب کرغېړنې څپې مې د ژوندون د سراب ميلمنې وې، د هسک ستوري مې د خپل زرين براق په زړګي منګولې خښې کړې وې چې د تفکر سپېڅلو کرښو مې د معاصرو مغزو په برېښنا لاره څارله، د يو ريښتوني زبر زواک په مټ د هستۍ جوړ انقلاب د برېښنا په ماحول کې د سپېڅلو مثالي جلالي نعرو په کشماليو کې د هاغې ناځوابه پوښتنې ځواب راکاوه، افسوس، افسوس سد افسوس چې د نسوارو د تورشو لاړو نه مې خوله ډکه شوه او په يو ( ټوف ) مې له دې رنګينې نړۍ نه ځان په منډه، منډۀ راخلاص کړ.

 

                                                                                                         طنزيه ادبي ټوټه