ماشوم
له انګليسي نه ژباړه

ماشوم يوې قېمتي او ارزښتناکې لفافې ته لاس کړ او خپل وړوکى بکسګى، چې دده خزانه وه، پکې واچوله، پلار يې په غصه او ماشوم يې ملامت کړ. ماشوم وويل :
- پلاره ! دا مې تا ته ډالۍ کړو !
پلار يې چې و پوهېده چې ماشوم د خپل بکسګوټي د سنګار او ښکلا لپاره قيمتي لفافه غوره کړه، په خپلو رټلو پښېمانه شو او د بکس په خلاصولو يې پېل وکړ، کله چې يې بکسګوټى پرانيست، هيڅ يې هم پکې ونه ليدل.خو چې بکس يې خالي وليد بيا په غصه شو او په ډېره غصه يې ماشوم ته يې وويل :
- څوک چې چاته ډالۍ ور کوي يوڅه خوبايد حتماً پکې وي ! دا بکس خو خالي دى .
ماشوم په ژړغونو سترګو پلار ته وکتل او په کلاره يې وويل :
- اوه ! پلاره ! دا خالي نه دى ! ما په دې بکس کې خپلې مچکې جمع کړي دي، تر هغې چې اوس ډک شوى دى .
د ماشوم د خبرو په اورېدو يې د پلار چپه سينه ودرځېده، په زنګنونو کښېناست او ماشوم يې په غېږه کې ونيو، په خپله بې ځايه  غصه ډېر پښېمانه شو .
ډېر لږ وخت وروسته ماشوم د موټر په ټکر کې ژوند له لاسه ورکړ، پلار يې د ژوند تر پايه هغه بکس له ځان سره ساتلى دى او کله چې هم د ژوند له ستونزو ستړى شي د خپل بچي د مينې د يوې فرضي مچکې لپاره بکسګوټى پرانيزي او خپل زړه ته پرې آرام واخلي   .

نصرت الهام