غزل

هجرت الله اختيار

ځان د خپل ځان ګڼي نه ځان دشمعې
پتنګ اوس نه لري ارمان د شمعې

اوښكې يې ځي وجود يې روغ ولاړ وي
تمثيل كوى نشي انسان د شمعې

چانه چې مخ لمرمخى وګرځي
هغه شي سمدستي حيران د شمعې

په تندي ګرځوي تل بله لمبه
تر هر چا پوخ ګڼم ايمان د شمعې

دلته تياره په خپل زور نشي راتلاى
دلته شمال وژني امكان د شمعې

ګرځوم په شونډو د رڼا ترانې
اختياره! اوس يم ثناء خوان د شمعې