ولسمشردې ژوندی وي

پير محمد کاروان

ماشوم:
مورې نن مې هغه ښکلې دريشي ښه راته اٌتوکړه
 سرمې ومينځه په تړمواوبوګرمو
مخ مې وچ راته په پيڅکه دسالوکړه
دواړه سترګې راته تورې په رنجوکړه
نن مې زړه دی په ټوپونو،يم خوشحاله
ته به وايې چې ترټولوغټ سړی يم
مور:
موردې جارشه زړګکيه
داڅه چل درباندې شوی
چې له ډېرې خوشحالۍنه
لکه وری يې په ترپکو
کوردې واخيست په خندااوپه چکچکو
ماشوم:
وی وی مورې عجيبه ده
ښه دفيل غوږکې ويده يې
ته خبره يې که نه يې؟
چې ستازوی دی نن مېلمه دولسمشر
نن زه نه يم له ميرويس لالانه کشر
نن به زه سره له ټولوهمصنفيانو
ګل خانۍماڼۍته ځمه
مونږبه ټول ورته په ګډه
ترانه دامن وايو
ولسمشربه چکچکې راته وکړي
دازمونږپرسربه تېرکاندي لاسونه
راته وايي به چې شاباس
څومره ښکلي ماشومان ياست
دوطن دموربچيان ياست
تراولاده راته ګران ياست
مونږبه ټول وايوپه ګډه:
_ولسمشردې ژوندی وي
مورې بله دخوښۍخبره واوره
بله شپه به دازمونږه تصويرونه
په دې هريوتلويزيون کې
دخبرونوپه دې سر سر کې خپاره شي
واه واه څومره خوندکوينه
چې ولاړموولسمشروي په منځ کې
اومونږټول ورته په مينه
ترانه دامن وايو
په جاموکې نه ځاييږو
په خندايوداسې وايو
ددې خاورې مشرکشردې ژوندی وي
ولسمشردې ژوندی وي
ولسمشردې ژوندی وي
مور:
زويه نن دې په خبرونه رسيږم
داڅه ګډې وډې وايې
غټې غټې دې خبرې
په وړه خوله وايې سترې
ته پرون خوداسې نه وې
ته به وايې چې پيريان دې په سرناست دي
داخبرې درته دوی په غوږکې وايي
زماسرپې نه خلاصيږي
راته وايه ولسمشرڅه ته وايي؟
چې معنی به يې وي بده؟
اوکه دابه ښه ته وايي؟
ماشوم:
وی وی مورې بې خبرې
عجيبه کوې خبرې
هسې نه چې مې له ښې ډېرې خندانه
په بډوډوباندې دردشي
ته لږصبرولسمشردر ښيمه
ته لږصبرتلويزيون روښانومه
هادی ګوره ورته ګوره
هاخولۍدقرقل يې چې پرسرده
هادې شنې چپنې والا
هاچې سترګوته يې سپين دسمال نيولی
دوطن په شهيدانوباندې ژاړي
له پرديودښمنانوپه عذاب دی
اودخپل دلاسه هم په زړه کباب دی
مور:
وی زويګيه دومره پټې سترګې نه يم
داخوپيژنم پاچادی
وی وی څومره ښه سړی دی
ماپه ټول عمرکې نه وواوريدلي
چې پاچابه هم ژړيږي
له دووسترګوبه يې مړې اوښکې بهيږي
اوسلګۍبه يې په ستوني کې بنديږي
ګومان نه کوم زمااحمده زويه
چې به تاڅوک دپاچادربارته پريږدي
په پاچاباندې ولاړې وي لښکرې
چې اغوستې يې وي ښې پولادي زغرې
ماشومان چې ورنږدې شي دوی يې ولي
پرهرچاباندې شکي دي
بياپه تېره په ځوانانو،ماشومانو
وايي نه چې يې اغوستی
له بمونوډک واسکټ وي
نه نه پام کوه ورنه شې
دپاچاپه څنګ کې لويې خطرې دي
په انګارکې ګوره مه وهه لاسونه
ته به خيال کوې چې هسې مړې ايرې دي
ماشوم:
مورې نن خوراته ښه لېونۍښکارې
مونږپه خپله ولسمشريوورغوښتي
تابه ارګ ليدلی نه وي
هلته ډيرې دروازې دي
په دې هره دروازه کې
په ماشين تلاشي  اخلي
که دې ستن هم وي په مټ کې
په ماشين کې دخطرزنګونه راشي
اوکه ډيرپه چاشکي شي
بيايې اخلي تلاشي په هغوسپيو
چې دهرډول بمونو
په بويونوباندې پوی دي
اوس نه آن له کونګريتوبه
په دې کسب کې رالوی دي
@@@
مور:
زويه نن خوپه جاموکې نه ځاييږم
نن به ګورم ستاڅېره په تلويزيون کې
هله ژرشه هغه ځای پکې پيداکړه
هغه ځای چې دپاچاترڅنګ ولاړيې
هله ژرشه برېښناراغله
تلويزيون راته روښان کړه
اوپوره مې داارمان کړه
چې دې لاس وي دپاچاپه شنه چپنه لګېدلی
ته پاچاته په خندايې
پاچاتاته موسېدلی
ماشوم:
ښه ده موراوس يې ګوره
دچپنې له لستوڼي
راوتلی يوسپين لاس دی
ولسمشرراته اېښی
دازماپرتندي پاس دی
مور:
هله خدايه په دې زړه مې خنجرلاړو
زماسترګې شوې له خاوروايروډکې
ورته ګورئ دميرويس په مرۍباندې
لګولې يې ارې دي
جامې سپينې يې په ګرمووينوسرې دې
ظالمانوبندي کړی
لاس اوپښې يې ورتړلي
اووهي يې په قمچينو
دخلاصون په بدله کې
يې لکونه پيسې غواړې
دسروزروسکې غواړي
خبرنه دي چې مونږډيرډيرغريبان يو
په ډوډۍپورې حيران يو
هله منډه واخله زويه
دپاچادربارته ورشه
ښه په چيغوورته سرشه
ورته وايه چې لالامې
ستاپه ښارکې بدمعاشانودی نيولی
په زنځيريې دی تړلی
ترسباکه راخلاص نه شي
په چاړه به يې حلال کړي
اوچپه به آن په بېخ کې
دازمونږدکورديوال کړي
هله زويه موردې ومره
منډه واخله ورته وايه
که هغه نښه رښتياوي
چې په سپين دسمال دې اوښکې پاکولې
دښمنانواړولی په لوی غم وې
اوپه خپل کورکې اخته په بل ماتم وې
تاوړې سلګۍ وهلې
ورته وايه که دې اوښکې درښتياوي
په سلګوکې دې که چل اوټګي نه وي
که په ټنډه کې دې ستوری دپاچاوي
نولاسونه به ورغوڅ کړې
ددې ټولوظالمانو
دميرويس ددښمنانو
هادسمال چې ستاپه اوښکوباندې لونددی
هادسمال به دوطن دټولوميندو
له دعادعانه ډک شي
هادسمال به له خوږې موسکانه ډک شي
مخ روڼی به شي ددرستويتيمانو

خوکه ته په وريښمين تخت کې
يې دنازخوبونووړی
نه دې سرکې څه سوداوي
اونه يې په زړګي ستړی
اونه چيغې اوريدای شې
دوطن دبورو،ورارو
راويښ نه شې په سلګيو
په نارواوپه کوکارو
اوکه تاچېرې غوڅ نه کړل
داپه وينوسره لاسونه
بس همداسې به روان وي
دادسرووينورودونه
ترهيدلي ماشومان به
کوي چيغې فريادونه
خويندې مېندې به له ويره
په ديوال وهي سرونه
بس ښېرې به درپسې وي
اوستا ونه دقدرت به
له ګړنګه راخطاکړي
دا ارې به درپسې وي

٢٠٠٨-١١-٤-کابل