شل ٢٠  د کار مشورې !
انګليسي نه ژباړه


١ – له داسې چاسره واده وکړه، چې ته يې له خبرو سره مينه لرې او تر زړښت يې له خبرو ستړى/ ستړې نه شې .
٢ -  خلکوته له هغه نه زيات اطمنان ورکړئ، د کوم چې تمه لري، او دا هر څه په ورين تندي تر سره کړئ  .
٣ – پ اورېدو هيڅکله باور مه کوه .
٤ – کله چې چاته وايې ( مينه درسره لرم ) اول د مينې په معنى و پوهېږه !
٥ – کله چې چاته وايې (( بښنه غواړم )) د هغه ستګو ته ګوره !
٦ – له واده نه شپږ مياشتې مخکې کوژده وکړه !
٧ – تل په خپله ( مينه ) باوري اوسه !
٨ – د چا په خوبونو پسې مه خانده ! ځکه چې څوک خوبونه نه لري هغه ډېر څه نه لري !
٩ – ژوره او د لېونتوب تر حده مينه کوه؛ که څه هم چې زړۀ زخمي کوي خو د ژوند ټوله مزه په همدې کې ده او ژوند همدې ته وايي !
١٠ –  چې کله موافق نه يې؛ ښه مبارزه وکړه بل چانه مرسته مه غواړه .
١١ – څوک چې له کوم شي سره رابطه لري په هغې شي قضاوت مه کوه.
يا : د خلکو په تړاو پرېکړه مه کوه !
١٢ – خبرې ورو کوه خو فکر تېز او ګړندى ساته !
١٣ – کله چې درنه يوڅوک داسې پوښتنه وکړي چې ته يې ځواب ورکول نه غواړې؛ ورته مسکى شه او ورته ووايه (( ته ولې غواړې چې وپوهېږې ؟ )) .
١٤ – په ياد ساته چې ښه مينه او ښه لاسته راوړنه دواړه؛ خطر، وېره او ډار خامخا لري .
١٥ – کله چې زيان يا ناکامي در ورسېدله؛ عبرت ترې واخله .
١٦ – دا درې ٣ په ياد ساته . ( ١ ) د خپل ځان احترام. ( ٢ ) د بل احترام. ( ٣ ) د خپل عمر غبرګون ته په اطمنان ځواب ورکول !
١٧ – په وړه خبره غټ ملګري مه خپه کوه !
١٨ – کله چې دې غلطي يا تېروتنه وکړه؛ دوهم قدم يې د سمولو لپاره پورته کړه !
١٩ – کله چې ټليفون پورته کوې؛ مسکى/ مسکۍ شه، ټليفون کوونکى به ستا مسکا ستا په غږ کې وګوري .
٢٠ – يوه اندازه وخت يواځې په تنهايۍ کې تېر کړه !

نصرت الهام