غم
ن / الهام
د خپل جانان غم، د خپل وطن غم
د خپل زړګي غم، د خپل بدن غم
د خپل عزت غم، د خپل جنت غم
د خپل څادر غم، د خپل کفن غم
دا د ځوانۍ غم، دا د پيرۍ غم
د خپل ژوندون غم، د زنکدن غم
ددې خوارۍ غم، د مزدورۍ غم
د خپل ارمان غم، د خپل ګلشن غم
تا خو پرېيښى يمه، خو دا مې نه پرېږدي
زما جامې نشته دى، زما په تن غم
.
10.11.2008
- نصرت الهام
شل ٢٠ د کار مشورې ! انګليسي نه ژباړه
١ – له داسې چاسره واده وکړه، چې ته يې له خبرو سره مينه لرې او تر زړښت يې له خبرو ستړى/ ستړې نه شې . ٢ - خلکوته له هغه نه زيات اطمنان ورکړئ، د کوم چې تمه لري، او دا هر څه په ورين تندي تر سره کړئ .٣ – پ اورېدو هيڅکله باور مه کوه .٤ – کله چې چاته وايې ( مينه درسره لرم ) اول د مينې په معنى و پوهېږه ! ٥ – کله چې چاته وايې (( بښنه غواړم )) د هغه ستګو...
11.11.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :nabila ghazalد راليږونکي پته :nab_ghazal@yahoo.comنيټه : 10-11-2008
محترمو لوستونکو ! زه نه پوهېږم چې د دې قسمه مصرئيزو پيل به په پښتو کې لومړی ځل چا کړی وي ، خو ما چې څومره لوستي نو د ښاغلي حنيف حيران مصرئيزې مې لوستي ، که په پښتو کې دغه پيل ښاغلي حيران صيب کړی وي نو کورودانی ورته وايم چې دومره يو ښکی صنف يی اضافه کړی دی او که نه کوم بل چا دغه صنف پيل کړی وي نو بيا هم له هغه ښاغلي يا مرحوم نه او د حيران صيب نه هم مننه چې دې صنف ته يې لا نور ژوند او...