راليږونکی :nabila ghazal
د راليږونکي پته :nab_ghazal@yahoo.com
نيټه : 10-11-2008


محترمو لوستونکو ! زه نه پوهېږم چې د دې قسمه مصرئيزو پيل به په پښتو کې لومړی ځل چا کړی وي ، خو ما چې څومره لوستي نو د ښاغلي حنيف حيران مصرئيزې مې لوستي ، که په پښتو کې دغه پيل ښاغلي حيران صيب کړی وي نو کورودانی ورته وايم چې دومره يو ښکی صنف يی اضافه کړی دی او که نه کوم بل چا دغه صنف پيل کړی وي نو بيا هم له هغه ښاغلي يا مرحوم نه او د حيران صيب نه هم مننه چې دې صنف ته يې لا نور ژوند او نوره ښکلا ورکړې
په احترام
نبيله غزل - پيښور

  مصرييزې

په زړه مئېن شې، پرېشان شې
لکه د مړي د ارمان شې
چې نه د ګور شې نه د ځان شې
د جلالا ګودره وران شې
           په جينکو دې سالنډی ولګونه

د غريبۍ پېغور يې راکړ
شوم لېونۍ پېغور يې راکړ
د کمبختۍ پېغور يې راکړ
ستا د نېستۍ پېغور يې راکړ
          جانانه لار کوه چې وږي ټولومه

اخته په رنځ باندې د زړه شوم
په طبيبانو روغه نه شوم
د غرونو کاڼی وم اوبه شوم
مسافر ته شوې خواره زه شوم
           خواره دې مور شه چې سفر ته دې لېږينه

څومره ښايسته وې ، څومره ښه وې
زما په خوله زما په زړه وې
راته ولاړ لاس په نامه وې
جانانه ته خو داسې نه وې
         د چا خبرې دې ضرور منلې دينه

خمار خمار په مخه راغی
ډېر ناقرار په مخه راغی
پر شنه سهار په مخه راغی
ملامت يار په مخه راغی 
         په خپلو بدو شرمېده کوز يې کاتنه

د خوشالۍ په تمه تمه
زړه مې اوبه شو لکه شمه
هېڅ خلاصه نه شومه له غمه
نو
مخې نه اخوا شئ عالمه
          زه لېوني جانان ته غاړه ورکومه

نبيله غزل - پېښور