غزل

روغانى

که هـــر څــومــره بــې نوا خاورې  په سـر يم
پـه دې خپـــله بـد بـــخـتــۍ کـــې بــختور يم
کـــه زۀ مــړ شــم مــانــه هــيڅ نـه پاتې کېږي
زۀ  لــــه ډېـــرې کــمـــزورۍ نــــه زورور يــــــم
هــــمېـــش ډوب يــمـه پــه قــرض حــسنه کې
لـــه دې هـــسې ښــــکـــلي نــومه در په در يم
څه چل وشو کــه چک پک او ړک په ړک يم
اخـــير بــــيا هــــم د زړې جــــونــګـــړې ور يم
حـــق ويـــنا رانــه ډېـــر خـــلـــک مــرور کـړل
پـــه دې خپــــل عــــادت لــه ځـــانــه مرور يم