غزل

زما زړۀ، زمــا ځــيګر شوې، زما ځان شوې
هـــسې ولـــې پـــه وړه خــــبره وران شــــوې ؟
بـــلا ګــــټه مــــې ده کــــړې بــــلا خــــان يــــم
دا چــــې تــــۀ، راتـه په ګټه کــې توان شـوې
بيـا شـاعر يې بيا خو تۀ د خداى شاګرد يې
چـــې لـــه خـــپلې تـــېرې ژبــې اوېـزان شوې
تــــر پـــرونـــه خو مـــې هېــڅ نه وې ليـــدلـى
خبـــر نــۀ يــمه چـــې کلـــه مـــې جـانان شـوې
ســـتا پـــه لـــور مــې د کــلونـو مــزل لنـډ شو
خـــو چــې تۀ زمــا پـــه لـــوري راروان شـوې
دا لا ښـــۀ شـــوه چــې پۀ تــا باندې مين شوم
شـوګيرو ته مې له ستورو ډک اسمان شوې
د اســــلام لپـــــاره هلــــته جـــنګ پــکار دى
چـــې پـښتون شوې نو پخپله مسلمان شوې

نصرت الهام : کابل

 

 

 

 

.