مـينه ســر کـې څۀ اسـانه غوندې ښکاري
رسـول يــې ســر تــه، ګرانه غوندې ښکاري
نــۀ هغـه راځــي نۀ، زۀ ورځــــم تـــپوس لـــــه
دا کـــيسه راتــه څـۀ ورانــه غوندې ښکاري
زړۀ کــې وايــي چــې لا هـاغسې ژوندى دى
 مـــاچې وويــنـي حــيرانـه غــوندې ښکاري
دلـــته شـــته دى د مـــجنون د پـښو خاپونه
دا صـــحرا راتـــه ودانه غــونــدې ښـــکاري
مــــشغولا لـــره يـــې راشــــه د يــار خيـــالـه
زړۀ مې ستړى او ستومانه غوندې ښکاري

 

 

ژونـــد تــه و ګوره! ژوند څه دى ؟ همه کار دى همه کار دى
هغـه ژونــد په مرګ  حساب دى په دنيا چې بې روزګار دى
پــــه ډيـــوه د خپــــل عــــمل کې، د وجود وينه که تېل کړې
ســــتا لـــــپاره تيــــاره نشـــــته، هــــر وطـــن درلـــه بازار دى
د ژونـــــدون پــــه لــــويــــه لاره، ځــــي وخــــتونه نه ودرېږي
لارويـــــه! څـــۀ لــــه نـاســــت يــې ؟ ستا و چاته انتظار دى ؟
بـــېکاري به هـــم يــو کار و، خـو حاصل نه يې مـقصد شته
د مــــزل مــــقصد يې څـــه دى، هغـه اوښ چې بې مهار دى