سوله د سيمې لپاره مشاعره
ګزارش

د لرو برو پښتنو شاعرانو ناسته او مشاعره محفل، چې په موسيقۍ هم رنګين و پرون درې بجې د ٢٠٠٨-١١-١٥ مه نېټه په کابل کې د انټر کانټنيټال هوټل په بال روم کې پيل شو .
په سر کې ملي اتڼ چې د ناستو کسانو په تودو چکچکو بدرګه کېدۀ له سرته رسېدو نه وروسته مشاعره پيل شوه .
په مشاعره کې دغو ښاغلو خپل شعرونه واورول .

رحمت شاه سائل، سعد الله جان برق، عبدالاحمد محمد يار، سليم راز، هارون حکيمي، بهروز خان، جيلاني جلان، عارف تبسم، محمد الله کمال، شمس مومند، ذاهد شاه انګار، شګفته ملک، حبيب زى، نور ګل شفق، عبدالستار ستورى، هدايت الله فيضى، عبدالمعيد هاشمى، او محب الرحمن محب.

له مشاعرې نه څو انتخاب شعرونه !


رحمت شاه سائل

ځمــکه ويده،  آســمان ويــدۀ دى ټول جهان ويدۀ دى
پـــه داســې شور داسې محشر کې هر ارمان ويدۀ دى
دنيـــا يـــې وژنــي دا ترې خيــــر غواړي د خـــپلــې بقا
څـــۀ لېـونى دى، چې د مرګ په خوب افغان ويدۀ دى
پيـــريان دېـــوان مارغــان يې خپـــله بــې وزرو ګرځي
ســـليمان خپــله اوس پـــه تــخت د سليمان  ويدۀ دى
چــــې د وطـــــــن د تــــرقۍ بـــلا دعـــوې دي پــــکـــې
وطـــــن د هـــــغو کـــــاغــــذونو پـــه ډېـــران ويدۀ دى
زۀ د زمــــان او د مـــکان پــــۀ فــــلسفه پـــوى نشــــوم
آشــــنا پــــه غـــم کـــې د زمــــان او د مــکان ويدۀ دى
خـــداى خـــبر کوم خوبونه ويني چې راويښ ترې نشو
پــــه پرهرونـــو کـــې مې زړۀ د ګــــل په شان ويدۀ دى
چـــې پـــه لکـــونو ميـــنان تــرې په يو خوله منکر شو
جـــانــان چـــې هغه حيـــران شوى دى حيران ويدۀ دى
زۀ د آخـــيرې ځمـــکې تــــــل تـــه رسېــــــدلـــى يمــــــه
پــــه آخــــيري آســــمان زمـــا ماه تـــابـــان ويــــــدۀ دى
زۀ يــــې پــــه زړۀ د وړلـــو تاب نۀ لــرم ويښ يې نکړئ
د جـــانان غـــم مې په ريښې، ريښې ګرېوان ويدۀ دى

ماله خوب نه راځي په خواکې مې جانان ويدۀ دى
**********************************************

سعد الله جان برق

هوښــياره شوه خــو لېــونتوب يـــې لا همــاغـسې دى
په پېغلتــوب کې ماشومتوب يې لا هــماغســــې دى
دنيا بدلېـــږي، پـــه دنيـــا کــې هر يو شــــى بــدل شي
خو، زړۀ چاودون د ميـــنتوب يــې لا هـــماغســــې دى
خوب يې شوګيردى، شوګيرو کې ستا خوبونه ويني
مين دى، هغسې دى، خوب يـــې لا هــــماغســـې دى
ســــاقـــي تـــه ګـــوره چــې لـــه خـپل عادته وانه وړېدۀ
خومـــونه ډک دي خــو شــومتوب يې لا هماغسې دى
د بـــرق نظــــر هـــم هغـــه شـــــان د نظـــارو تــــږدى دى
پۀ بــــډاتوب کـــې زلمــــيتوب يـــې لا همـــاغـسې دى
*********************************************

سليم راز

د وصـــال ګټـــې مــــو تـــاوان کــړى دى
مــــلا پــــه نيــــمه شـــپه آزان کـــړى دى
په مـــا چې مړ يې نو ژوندى څنګه يې؟
عــــجب تپــــوس رانـــه جـانان کړى دى
تــــل پــــه مـــزل دى خـو منزل نه مومي
جـــادو چــــا داسـې په کاروان کړى دى
خلک تېر وخت پسې منګولې مروړي
وخــــتونـــو مونږ پسې آرمان کړى دى

سترګو يې خوږ مزاحمت کولو
ما چې اظهار د محبت کولو
چاپه نفرت کې محبت لټاوه
چا محبت کې هم نفرت کولو
***********************************************

عارف تبسم
ستا د هـــجر غـــم زۀ مــــرګــنى کړمه
راشه که دې اوس هم راژوندى کړمه

 

محمد الله کمال
څه مې په زړۀ و څه له ماڅخه هم هېرو ياران
چې پــــه نرۍ اشــــاره هــم له ځانه تېرو ياران

 

شمس مومند
چاتــــه چـــــمن چـــاته ګلشن ښکاري
ماته مې خپل وطن خپل تن ښکاري

 

ذاهد شاه انګار
نن يې په مړو سترګو کې داسې څڅېدله پرخه
لـــکه پــــرتـــه چـــې وي يـــوه پرخه پر بله پرخه

 

نور ګل شفق
ډېــر په دې هندارو باور مه کوه
راشه زما سترګوکې ځان وګوره

 

هدايت الله فيضي
خمار يــــمه نشه په جام د بنګ کې لټوم
جانانه ستا څېره د ګل په رنګ کې لټوم

 

محب الرحمن محب

لکه شـــــبنم مې د ګلاب حسن ته رام پرېږده
يوڅو شېبې مې د ځلمي هوس په بام پرېږده


ما هم د مشاعرې لپاره يو شعر برابر کړى و؛ خو چا بلنه رانکړه، دا هم بايد ووايم چې د مشاعرې بلنليک په خير خانه کې زمونږ دفتر ته رالېږل شوى و او ما د جمعې په شپه دغه شعر د همدې مشاعرې لپاره وليکه، که هلته چا بلنه رانکړه تاسو خو يې ولولئ

له جـــنګه ستـــړى افــغان ســوله غواړي
تنکي، تنکي ماشومــان ســـوله غواړي
زمونـــږ په کلي کـــې جنګونه زيات شي
چـــې پــــه نړۍ کــې انسان سوله غواړي
دلـــــته د ســــولې بيــــرغ تـــل پورته دى
کوي به جنګ په ميـــدان ســوله غواړي
هــــغه کــــافر دى هــــــغه هـــم ووژنــــــئ
هــــغه چــې کـوم مســلمان سوله غواړي
د اقـــــتصـــاد پـــه سـر په جنګ دي سره
ورســـره خــــواکـــې جـهان سوله غواړي
کــــله بـــه امـــن شـــي مـــېلــمه زمونږه ؟
کـــله بــــه دلـــته آســــمان سوله غواړي؟
الهــــامه! اوس بـــه يــــې مـنې او که نه
د مـــينې جنګ دى جانان سوله غواړي

بايد يادونه وکړم چې دغه پروګرام (( سوله د سيمې لپاره مشاعره )) د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو دمرکز او ميډيو ټيک په کوربه توب پر مخ وړل کېدۀ چې په مخامخ لوحه يې (( د سولې کاروان )) هم ليکلى و؛ (( د سولې کاروان )) په جلال آباد کې د حاجي ظاهر جوړ کړى يو سياسي تنظيم دى .
په اصل کې دا مشاعره د (( سوله د سيمې لپاره )) د يو ګډ سيمه ييز کانفرانس برخه وه.
پرون نه بل پرون د ٢٠٠٨- ١١- ١٤ مه نېټه يې اوله ورځ وه، پرون يې دوهمه ورځ وه، چې نن درېيمه ورځ به هم د کانټينيټال هوټل په بال روم کې همدا سيمه ييز کانفرنس دوام ولري.

نصرت الهام
Nasrat_ilham@yahoo.com
0779696671
0700009858