داغ              کيسه ګۍ
(( ډاکټر صيب په مخ خوبه مې داغ نه پاتې کېږي ؟ ))
ډېر په اوتره يې راته وويل او سترګې يې زما په لور داسې رډې راووتې چې زما ځواب ته يې هره وړه شېبه شمارله .
نجونو ته د مخ ښکلا تر بل هرڅه ډېر ارزښت لري، هغې په بيړه، بيړه د هغه بخاردېګ کيسه کوله چې پرون يې مخ ورسوځولى و. 
-  ((دېگ بخار ته مې هېڅ پام نه و، چې ډېروخت کېږي اور ورپسې بل دى، تر څنګ يې ما سبزي ميدوله چې دېګ و چاودېد)).
د هغې د مخ پوستکى سور اووښتى و، زۀ پوهېدم چې ددې سوخت څومره زيات دى؛ خو د نجلۍ نه د خپل سوځېدلي مخ درد هېر و، هغې يواځې د خپل سوځېدلي تندي په ګونځو کې زما د ځواب تلوسه ساتلې وه چې د هغې پر مخ د تلپاتو داغونو د پاتې کېدو په اړه څه وايم ؟
خو چې کله يې زما له خولې واورېدل: (( زۀ درته دغه دوه کريمونه ليکم، دا استعمال که، کۀ خداى کول هيڅ داغ به دې په مخ پاتې نشي )).
ددې خبرې له اورېدو سره يې د تندي ګونځې وغوړېدې او په شونډو يې يوه نرۍ خوږه مسکا خوره شوه
.

 

ددې کيسه ګۍ سوژه مې د ډاکټر صيب حنيف حيران سره د نوموړي په معاينه خونه کې د ناستې او د نوموړي له خبرو اخيستې ده چې ډېر وخت مې د ليکلو نيت درلود، په دې وروستيو کې په کندهار کې د ښوونځي د نجونو په مخ د تېزابو شيندلو پېښې راباندې وليکله .

 نصرت الهام
Nasrat_ilham@yahoo.com
0779696671
0700009858