راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 15-11-2008
غزل
د اينې مخې ته سترګې توروي او خاندي
د چا وژلو لره ځان تياروي او خاندي
هغه اسمان چې مونږ ترې تمه د پنا لرله
هغه پر مونږه تندرونه غورزوي او خاندي
دوی د سپېڅلي لېونتوب له رازه څه خبر دي ؟
دا خلک پرېږدئ چې بس کاڼي وروي او خاندي
دې ته پرون ما د خپل زړه خبره سپينه وکړه
دا جينۍ ګورې ! دا چې سترګې ټيټوي او خاندي
ستړی ، ستومانه مسافر کلونه پس راغلمه
مور مې راغاړې وته ، اوښکې تويوي او خاندي
جلال ساده دی لا د دروغو په چل نه پوهېږي
کله چې دروغ وايي نو سترګې اړوي او خاندي
جلال امرخېل
16.11.2008
- نصرت الهام
داغ کيسه ګۍ(( ډاکټر صيب په مخ خوبه مې داغ نه پاتې کېږي ؟ )) ډېر په اوتره يې راته وويل او سترګې يې زما په لور داسې رډې راووتې چې زما ځواب ته يې هره وړه شېبه شمارله . نجونو ته د مخ ښکلا تر بل هرڅه ډېر ارزښت لري، هغې په بيړه، بيړه د هغه بخاردې...
18.11.2008
- نصرت الهام
عقيده !
په سترګو يې څه نه ليدل، مګر د خداى کتاب يې تر څنګ و او مسجد ته راغى.
هغه اسماني کتاب په تاخچه کې کېښود او په لمانځه ودرېده، کله چې له عبادت څخه فارغ شو او له مسجد څخه روانېده، هغه کتاب پاتې شو او يو بل کتاب لاسته ورغى.
دى ړوند و، کتاب يې نه ليده او په کتاب نه پوهېده، مګر ډېر ټينګ يې په غېږ کې...