عقيده !

په سترګو يې څه نه ليدل، مګر د خداى کتاب يې تر څنګ و او مسجد ته راغى.

هغه اسماني کتاب په تاخچه کې کېښود او په لمانځه ودرېده، کله چې له عبادت څخه فارغ شو او له مسجد څخه روانېده، هغه کتاب پاتې شو او يو بل کتاب لاسته ورغى.

دى ړوند و، کتاب يې نه ليده او په کتاب نه پوهېده، مګر ډېر ټينګ يې په غېږ کې نيولى و. ده ته دا نه وه معلومه، چې په کتاب کې څه دي او د چا کتاب دى؟

له ده سره ټينګه عقيده وه، مګر پوهه او بينايي ورسره نه وه.

ده د خداى لپاره دغه کتاب ښکلاوه او لکه تعويذ له ځان سره يې ګرځاوه .

استاد الفت