غزل

لـــــــه ارادې نــــــــه مـــــــې وتــــلــی دی زړه
مــــــا چـــــې پــــه تـــا باندې بايللی دی زړه

مــــا تــــه دې کــــله دي خـــــواږه کــــتلـــي ؟
پـــه مـــا دې کــــلـــه خــــوږېـــدلـــی دی زړه

قــــدم پــــه پـــام ږده چـــرته ژوبـــل نه شي
درتــــه مــــې لاره کـــې شـــيندلـــی دی زړه

ســــرابـــي حـــــسن بـــه خـــبر وي کـــــه نــه
مــــري نـــور له تـــندې ، جل وهلی دی زړه

نـــن دې خـــدای خـير کـړي څه بلا ونه شي
لـــــه ســــبـــايي نــــــه مــــې وهـــــلی دی زړه

تـــه که ښايسته هم نه يې ، ښکلی ښکارې
ځـــــکه چـــې ستا په زړه کې ښکلی دی زړه

نبيله غزل ، پېښور