راليږونکی :قدرت الله درمان خوست
د راليږونکي پته :
darman_af@yahoo.com
نيټه : 17-11-2008

             غزل
پـــه دار خـــتلى شو آشنا كه ضرورت پيـدا شي
چرته كه دومـــره قربانۍ ته هم حاجت پيـدا شي

دا ســتا بـــه ومـــنمه شېخه كـه لـږ وار دې وشـي
كه دا د عشــق لــه كـاروباره لږ فرصت پيدا شي
حـــيران يــم ډېر چې داسې تل راسره ولې كيږي
د مــــحبت تـــــخم كــــرمــه ترې نـفرت پيـدا شي
په تــــول پــــوره ده د ښــايـست زره كمى نه لـري
خـو بس كه لږ څه يې په زړه كې محبت پيدا شي
ځـــــان دې ســاتـــه چــرته اشنا رانـه ګــناه ونشـي
ستـــا اننګو ته مې په زړه كې شرارت پيـدا شي

داســـې په نــيمو شپو درمانه چم ته مه رادرومـه
ملك د پښتو دى هسې نه چې مصيبت پيـدا شي

 

 

 

  راليږونکی :Hameed Ihsas
د راليږونکي پته :
h_ihsas@yahoo.com
نيټه : 16-11-2008

دحميده پکتيانۍ په لېکه

         غزل

تا چــې زۀ د کــلي د کوڅـو له  منـځه  بـاسمه
خدايږو ډېرې لارې بــه دپښوله منـځه باسـمه

څانګه دګــُلونو يـې خـولاس دروړلى نه شـمه
کله بـــه د ې ګـــرا نې دازغــولــه منځه باسمه

ځـمه ستاسو چم کې څــــو سوي  ټپې  وايمه
تاؤ مــې دځـــوانۍ ښه دجذبو له منځه باسمه

ســتا دښايست لمبو کې ګېر يمه لمبه به شمه
څــــنګه بـه دا زړه دغو سپرغو له منځه باسمه

(احـساس) هره شپه ستاله عمه شوګيرې کومه
سپينې سپينې اوښکې د ليموله منځه باسمه


حميد احساس ټل


 

راليږونکی :عبدالوهاب بلال
د راليږونکي پته :a_bilal_m@yahoo.com
نيټه : 13-11-2008

تـــه چــــې شيندې پـــکې دغـــم تُخـــمونه
داســــتا دپـــلار نيـــکه پټـــى خــونــه دى
خـداى چې عاشق شو نو پيدا يې کړه دُنيا
داعشــــق خــــلقــه او ســــنى خـــونــــه دي
داســـتا په مــخ کـې چې ګنوګى شي ياره
ګيـــنې رښتــــيا :تنـها: ګونګي خونـه دي
چــــي بـــه دې پـــرېږدي درقــــيب لــه يرې
:ضــــياءالـــرحمن:دومــره ليونى خونه دي
 

 


 راليږونکی :Imaduddin dawran
د راليږونکي پته :dawran0300@yahoo.com
نيټه : 15-11-2008
ډېر ډېر سلامونه الهام صېب له لوۍ خدای دې روغ صحت غواړم هيله ده چې دغه څلورېزه په ليکه کړۍ.

دلــته خـــو بلــبله دا بـــه څـــنګه شي
ګل خــــفه لـــه ګــله دا بـــه څنګه شي
زه ورته شمله،خو هغه لنـګ غواړي
دا پــکې لا بلـــه دا بــــه څنــــګه شي