گډ وډ

ما پـــخوا نـــه عـادت کــړى و جانـان ګډ وډ
چې خوړل مې پـــې بسکټ او مټيان کـډ وډ
اننــــګي چـــــې د اشــــنا اوبــــه، اوبــــه دي
ده خـــوړلي دي مـــالټـــې او سېــوان ګډ وډ
کنـــډولــي پــــه لاس ولاړ وي ميـــخانـه کې
ما لـــيدلي دي قـــاضـيان او شيخان کډ وډ
هنــدو غــــټه غــوښـــه خــــوري ديــار لپــاره
مـــــا خــــوړلي دي شـــوملې او کبان ګډ وډ
يــــارانـــه کـــې شفــــتالــو شــــوى مــتل دى
مــــا نـــه غـــواړي شفـــتالان او تـوتان ګډوډ
زۀ شـــاعر اقبـــال چـــې ښــــکلي چــرته وينم
پــــــه مـــا راشــي ښـاپيري او پېريان ګډ وډ