کاروان چې خدای ته د رسېدو په تمه خوځېدلی .....
ژباړه : طوبىٰ ندا صافۍ
هغه کاروان چې خدای ته د رسېدو په مقصد روان و، يوه شېبه د دنيا په تم ځای کې تم شو. پېغمبر دنيا والو ته مخ واړاوه او ويې ويل : زموږ مقصد خدای( ج) دی ، څوک په دې سفر کې زموږ ملتيا کوي ؟ څوک مينه او ستونزې دواړه يو ځای قبلوي ؟ او څوک دی چې پر دې باور وکړي چې دنيا يوازې يو تم ځای دی چې هر مسافر ورځنې خامخا تېرېږي؟
پېړۍ واوښتې، خو د دومره ډېرو وګړو له ډلې نه، پرته له څو تنو نور څوک له دې کاروان سره مله نه شول . له دنيا څخه بيا تر خدايه، په زرګونو تم ځايونه راغلل ، په هر تم ځای کې به کاروان تم او يو څوک به ورځينې کم شو، کاروان پسې تېرېده او سپکېده . ځکه سپک والی (له ګناهونو څخه) د خدای قانون دی .
کاروان چې خدای ( ج) ته د رسېدو پر مقصد روان و ، جنت ته ورسېده . پبغمبر وويل : دا جنت دی ، جنتي مسافر دې پلي شي خو دا وروستی منزل نه دی .
کوم مسافر چې پلي شول هغوی جنتي شول خو لږ شمېر لاهم کاروان کې پاتې شول او کاروان يوځل بيا وخوځېد . دا وخت و چې خدای ( ج ) خپلو مسافرو ته مخ واړاوه او ويې ويل : دُرود دې وي پرتاسو، زما راز همدې کې دی ، هغه څوک چې ماغواړي هيڅ کله به د جنت په تم ځای کې ښکته نه شي .
همدا و چې کله کاروان خپل وروستي پړاو ته ورسېد، بيا نه کاروان و اونه يې مسافر......