هايکو ګانې

 

ما چې وهل او ټکول  اوخوړل
ما ته ارمان ددې خبرې راغلو
        چې، زۀ د جانان کوڅې ته څله تلمه

پوزه يې چيته کړه پېښې يې وکړې
ما وې که ماته اداګانې کوي
        هغې کبابو ته سپېږمې وهلې

بدرنګې ناوې خپل خاوند ته  ووې
زۀ پۀ دې تور کميس کې څنګه ښکارم
         هغۀ وې خاص لکه د مېخې په شان

دا وکالت څۀ دومره ګران کار ندى
ځان له کباړ کې يو تور کوټ پيدا که
          او پۀ عدالت کې باټينګړ خرڅوه

نن يو انګرېز د ملاوټ له يرې
په پاکستان کې تشې ها خوړلې
            نو هغه هم د شمشتو و ختې

چې ور مې وټکاو، راووتله
ما وې چې تاسو کره بال پرېوتى
            هغې وې راشه مورې دۀ وويشتې

هغې وې څومره دې زۀ خوښه يمه
ما ويل دومره زۀ په تا مين يم
             وېم چې يوه ستا په شانې بله وکم

نن يوه ښځه يو استاذ له لاړه
وې که چا ونه کړم نو څه په کوم
             هغه وې زۀ خو چرته تلى نه يم

يار مې راګېر کۀ ظالمانو واهه
زۀ ترېنه زر د کټ دلاندې پټ شوم
             ما ويل دواړه وهم څله وخورو

ما وې رشوت که اخلې پورته ځمه
هغه وې شوق سره دا شوق پوره که
             غل به د غل نه څه پوښتنه وکي

خاوند چې ښځې نه کالى خرڅاوه
ويل يې دومره بېغيرته نه يم
            دا مېخکى خو پکې ځان ته پرېږده

ما وې د سر سيورى مې نشته اشنا
د زړه په کور کې راته ځاى راکه لږ
            هغې وې دا څۀ کواټر خو نه دى

ما ويل تا پسې رنځور شومه زۀ
هغې وې ما باندې احسان مه کوه
             ته خو د مخکې نه چوپلى ام يې

وايي مړه ګېډه پاړسي وايي تل
شوملو پسې مې اندوانه و خوړه
               خېټې مې روشان ويل چي ميکني

ظفر خان ظفر