راليږونکی :يحيیٰ يعقوبي
د راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.com
نيټه : 22-11-2008

           د ژوند ستونزې


ښوونکي په ټولګي کې له اوبو ډک لوښی په لاس کې ونيو او له زده کوونکو يې وپوښتل:
- څه فکر کوئ چې د دغه لوښي وزن به څومره وي؟
زده کوونکو ځواب ورکړ :
- کېدای شي 2, 3 کيلو ګرامه وي.
ښوونکي وويل :
- ممکن، همدومره وي، خو پوښتنه دا ده چې که زۀ دغه لوښی د يو څو دقيقو لپاره همداسې په لاس کې ونيسم نو څه به وشي؟
زده کونکو وويل :
- هيڅ نه .
ښوونکي بيا وپوښتل :
- ښه که د يو ساعت لپاره يې همداسې ونيسم نو څه به پېښ شي ؟
يو شاګرد ځواب ورکړ :
- ورو ورو به مو په لاس درد شي .
ښوونکي شاباسی ورکړ او بيا يې وپوښتل :
- او که زه تر سبا پورې دغه وزن په لاس کې ونيسم نو بيا ؟
شاګرد بيا وويل :
- کېدای شي لاس مو له کاره ولوېږي او خبره تر روغتونه ورسيږي .
شاګردانو کټ کټ وخندل، استاد وويل :
- ډېر ښه . خو آيا د لوښي وزن به کم شي ؟
ټولو په يوه خوله وويل :  نه
ښوونکي په مينه وويل :
- بلکل همداسې ده، مګر دحل لاره يې څه ده او زۀ بايد څه وکړم ؟
زده کوونکو بيا په يوه خوله وويل :
- خو لوښی په ځمکه کېږدئ .
ښوونکي بيا شاباسی ورکړ او زياته يې کړه :
 هو، د ژوند ستونزې هم کټ مټ همداسې دي . که هغه د يو څو دقيقو لپاره په ذهن کې وساتئ، ممکن هيڅ ونه شي ، خو که د ډېرې مودې لپاره پرې فکر وکړئ، نو کېدای شي اعصاب له لاسه ورکړئ او حتیٰ لېوني شئ .
پايله :
(( د ژوند د ستونزو په اړه فکر کول ښه دي، خو مهمه دا ده چې د هرې ورځې په پای کې هغه په ځمکه کېږدئ، او چې کله سهار پاڅېږئ، نو بيا په پوره ځواک له هر ډول ستونزو سره مبارزه کولای شئ )) .

ژباړن : يحيیٰ يعقوبي - تهران