دتاوان پوره كول

 لنډه كېسه

 د لارۍ ډريور ښه بمبار چرس څكولي و، په دې كاږه او كاواكه سرك يې موټر ته پونده ټينګه كړې وه، زه چې په مخكني سيټ كې وسره ناست وم د دروازې موټى مې کلک نيولى و، کله سړک کله هندارې او کله به مې ډريور ته کتل لکه څوک چې د کومې ناوړې پېښې دپېښيدو انتظارباسي. موټر به چې په کومه خوا کږيده ما به خپل لنګر په دا بله خوا اچاوۀ، په ټوله لار کې مې دغه شان بې ګټي ډريوري کوله، ډريور به چې زما نا ارامي ليده نور به يې هم پوندې ته زور وركړ، هغه ظالم خو د ځان پروا نه ساتله نه پوهېدم چې له ما سره يې په څه دښمني راخيستي وه . څوځل مې ورته د ورو تګ وويل، خو هغه به ويل دا کارونه ټول د منډې دي، نه دې دي اوريدلي چې وايي [څه قاچاق دي بارکړي]. ما ورته وويل يو خو مو قاچاق بارکړي او بل موټر هم لکه د غلو ځغلوو، که ټکرمو وکړ اود پوليسو مېله راباندې جوړه شوه، رسوايي خو په ځاى پريږده لکه د بزکشۍ سخوندر هره خوا به مو کشوي. زما له دې خبرې سره په بريتو كې موسكى شو بيايې وويل دا کارونه چې کوې زړه به دې پاس تاخچه کې ږدې او دا ډارمار به دې له زړه باسې.

ما خپل څنګ ته په لګېدلې هنداره کې واړه موټر ليدل چې رانه وروسته پاتې کېدل . لارۍ د سړک موړونه داسې پاس کول لکه د کمپيوټر د ګيم موټر. زه چې له يوې خوا د موټروان بي پروايۍ او له بلې خوا دپوليسو وېرې وارخطا كړى وم، زړه ته رالوېده چې ښايي ټولو خلكو ته داسې ښكاري چې قاچاق يې بار كړي دي. د پوليسو هر پاټک ته په رسيدو به مې زړه بيا پښو کې پروت و. زموږ حاجي صيب چې ټولو به د پېښوريو په ژبه نېک باله هره مياشت يې دغسې درې څلور لارۍ مال له جلال اباد او شمالي ولايتونو نه کندهار او هلمند ته ليږه. درې مياشتي کېدې، چې نېک راته دغو لاريو سره تر کابله د تګ ماموريت سپارلى و. خو دا يې راته نه و ويلي چې په دې ګاډو كې چرس پوډر او ترياك لېږدوي. زما هم په کې ښه ساعت تېرو، ځکه بخشيشيانې، جامي، دټيلفون کارتونه او په هوټلونو کې دکړايانو خوړل په کې پريمانه را رسېدل. خو نيک ايله دا ځل زه له حقيقته خبر کړم، چې د دې ټولو انعامونو راز په څه کې دى. دا ځل يې راته وويل اوس خو له دې هر څه خبر شوې که خوله پټه ونيسې او لږ زړور تيا پيدا کړې ډېر ژر به درنه لوى سړى جوړ شي، ټينګار يې کړى و، چې په دې کار کې د اعتماد ساتل ډېره ضروري خبره ده، ما چې ددې هرشي پريماني ليدلې وه انکارمې ونشوکړاى. زما نېک بې تعليمه وو خو غټ کمال په کې دا و چې د چارواکو په نبض ښه پوهېدۀ .کله يې چې له عربانو سره مخه وه په لمانځه کې به يې پښې ورسره ازادولې، طالبانو ته به يې مسواک او تسپې مخې مخې ته کولې او په دې حکومت کې خو يې تر ټولو ړومبى د تلويزيون تبۍ په کور ودروله . کابل ته په رسېدو يوې ډلې پوليسو ودرولو، هغه شفر چې نېک راښودلى و ونه چلېد، هغه داسې چې كله دوى ودرولو په منډه جنګلې ته وختم او سره پلاستيكي بوشكه مې راښكته او د موټر انجن ته مې يو پشنك او به ور وشيندلې، خو دا څه نوي خلک و. دا چې موږ ورته رډ رډ كتل شک يې راباندې زيات شو. لارۍ يې داسې لټ په لټ ولټوله چې د پوليسو په ځاى راته پاخه مستريان ښکاره شول، موږ يې له موټره لرې د څپرې لاندې کېنولي و، چې يوتن يې په بيړه راغى خپل مشرته يې وويل امرصيب مال پيدا شو ټول پوډر دي، له دې خبرې سره مې په سترګو توره تياره خپره شوه، دزندان تورې تمبې، دخپلو خپلوانو او دوستانو خبري، واړه ماشومان او....... دا هرڅه مې په ډيرې بيړي سترګو كې لر او بر شول، د ظالم زامنو له هغه ځاى دا مال راويستى وو چې موږ په ډيرې هوښيارۍ دموټر په باډۍ كې ځاى په ځاى كړى و، امر ورته وويل موټر محفوظ ځاى ته بوځئ . زما په رنګ کې وينه تښتيدلې او زړه رانه د زندان له وېرې بوټ وتلى و . د پوليسو خنداوې او خوشالي لا نه وه خلاصه چې ناڅاپي دوه موټره نور پوليس راورسېدل، هغوى له راتګ سره سم له هرڅه خبر شول او په خپلو کې يې كړس پورته شو، لكه چې په خپلو كې سره وران شول، ما چې له لري ورته كتل ډېرې خبرې يې په خپلو کې سره لاندې باندې کړې. کله چې موږ ته رانژدې شول دومره مې واوريدل چې ويل يې خبره رسمياتو ته واچوئ. نه پوهېږم څنګه مې زړه راټينګ کړ ډېرې خاورې مې په سر ورته باد کړې چې له دې هرڅه مونږ خبر نه يو .............. دواړه يې په يوې توره کوټه کې واچولو خپلو کې د نېک په باره كې غږيدو دهغه په روابطو او پژندګلوۍ مو ټوله ورځ ستړې کړه، دواړه په دې باور و چې هر څنګه وې نيک مو همداسي نه پريږدې حتما مو غم خوري . دروازه خلاصه شوه، يو ساتونکى راننوت، موږ يې دپوښتنو او ګرويږنو له پاره يوې بلې خونې ته بوتلو يو افسر چې تر نورو عادي پوليسو چالاكه ښكاريده لکه مار چيچلى د کوټې په غولي لر او بر کېده، لس کڅوړې پوډر يې دمېز په سر ايښي و. خو دا هغه مال نه و چې له موږ سره يې نيولى و. افسر رانه وپوښتل دا لس کيلو پوډر مو چېرته وړل ؟ ما ځواب ته ځان چمتو کاوۀ، چې ملګري مې ورته وويل صيب موږ سره خو يې سل کيلو نيولي و او دا په مېز چې ايښي دا زموږ نه دي . افسر يوناڅاپه ټکان وخوړ او زما ملګرى چې لاسونه يې ورباندې شاته تړلي و له مرۍ ونيو _ احمقه اوس لکه چې په موږ تور لګوې، ته پوهېږې چې له چا سره غږېږې ؟ _ نه صيب رښتياوايم. _ چپ شه ! اوس به درته رښتيا وښيم . له دې سره يې يو كلكه لغته وركړه، او همداسې په يوه څنګ ولويده، ماته يې راوکتل _ دا څه وايي؟ _ موږ هغه خبره کوو چې رښتيا وي. _ دا رښتيادې ستاسو سر وخورې ،اوس به يې درته وښيم، ساتونکي ته يې غږ کړ. _والکه راشه دا ناولي بوزه هغه کار ورباندې وکړه چې تر څو يې عقل سرته راشي له ډېرو شکنجو او ډبولو وروسته موږ تر اخره په خپله خبره ټينګ ولاړ پاتې شو، زموږ ويره له پوليسو نه دومره نه وه ، څومره چې له نيک نه ويريدو، موږ ويل كه پوليس د لسوكيلو پوډرو خبره ټينګه كړي نو نيك به پر موږ شكمن شي او وايې به چې ګنې دا نور موږ چيرته پټ كړي دي او له پوليسو سره مو په ګډه كوم چل ول جوړ كړى . بندي كېدل دومره لويه خبره نه وه زموږ انديښنه له دې وه چې نيک ته به څه ځواب وايو، ځکه هغه مو ولاکه ژوندي پريږدي. په همدې سوچونو کې ډوب وو، چې د پوليسو افسر راغى وې ويل :ګوره خوشي کوم مو، خو چې دا خبره مو بل چاته له خولې ونه وځي. ماورته وويل: كومه خبره ؟ - همدا چې ما درته لس كيلو پوډر درښودلي و او پټه خوله به له دې ځايه پښې سپكوئ. - نو، زموږ دوسيه څنګه كېږي، موږ غريب خلك يو ددې موټر او مال به څه ځواب وايو؟ - چپ شئ كم عقلو! په خبره نه پوهېږئ ستاسو زړه څه غواړي لكه چې ټول عمر په بند كې تيروئ؟ ملګري مې دخبرې سر ونيو ويې ويل : افسر صيب سمه ده ته موږ خوشې كړه نور بېغمه اوسه. - سمه ده، تاسو دوه ساعته وروسته تللى شئ. _ ښه صيب همدا سې کوو. کله چې دواړه راخلاص شو، باور مو نه راته ما ډريور ته وويل څه کوو يو ځل نېک ته ورځو، هغه وويل چاره نشته خامخا به ورځو. موږ په دې خبره ډير خوښ وو، چې له پوليسو سره مو لانجه جوړه كړه او دهغو دا خبره مو ونه منله چې له موږ سره لس كيلو پوډر نيول شوي دي او پوليسو له همدې امله راخوشې هم كړو. ډريور راته وويل غم به يې نه كوې ملنګانو ته يې خداى برابروي، ښه دى چې دوى هم ټول غله دي كنه چېرته داسې په اسانۍ راخلاصېدو. خو ددې خوشالۍ ترڅنګ مو دې ته انديښنه كوله چې نيك ته به په كومو سترګوورځو؟ هغه به وايي څنګه مال نيول كېږي او تاسو روغ اوجوړ راغلئ؟ ددې پوښتنو د ځوابولو وس مو په ځان كې نه ليده. بله چاره هم نه وه بايد يو وار مو نيك ته ځان ښكاره كړى واى، له كابل نه مو د نيك خواته حركت وكړ په ټوله لار كې همدې سودا اخيستي وو. كله چې د نيك په حجره كې كېناستو او مزدورانو يې راته چاى راوړ، باور وكړئ يو غوړپ مو نه تيريده، زړونه مو ريږدېدل، چې اوس به څه كېږي، شيبه وروسته نيك راننوت له راننوتو سره يې په ټوكه كې يو دوه كنځلي راته وكړې، دهغه په كنځلو زموږ زړه ډاډه شو، موږ دواړه ورته ودريدو په ډيره پراخه ټنده يې روغبړ او ښه راغلاست راته ووايه، او پسي زياته يې كړه : مړه ! دا كارونه چې كوئ بندي كېدل او تاوانونه لري دې ته به ځان ټينګوو، چايونه وخورئ او دا ځل هغه بل موټر تيار دى چې حركت وركړئ . موږ هم زياتې خبرې ونه كړې، كله چې موټر ته ورنژدې شو ګورو چې هماغه كڅوړې په موټر كې ځاى په ځاى كېږي، ما نيك ته مخ ور واړاو: نيكه دا هماغه مال نه دى؟ هغه له يوې مستې خندا سره په ملا مات شو ويې ويل مال هم هماغه دى او وړي به يې هم هماغه كسان. زموږ حيرانتيا لاپسې زياته شوه خو هغه وويل بس له پوليسو سره جوړ شوم  مال او تاسو دواړه مې په پيسو واخيستلۍ اوس نو تكړه شئ، چې يو څو پېرې ژر ژر وكړئ چې دا كړى تاوان بېرته پوره كړو.

خوشال خليل