غزل

 

د سينې هيبتي شور دى په دې غره کې

د ناړامه زمري کور دى په دې غره کې

د نړۍ سړي خواره ځان پسې شکاري

چې دا څومره بلا زور دى په دې غره کې!

د لمبو د کلي خلک په کې سوځي

څه د سپينو واورو اور دى په دې غره کې!

د ايمان د بورا ژوند ورباندې جوړ دى

بوى د داسې ګلاب خور دى په دې غره کې

عجيبه ده يو محل کې ناکراره

د بل هر زخم ټکور دى په دې غره کې

د مظلوم د آه قوت په کې حس کيږي

د ظالم د غرور ګور دى په دې غره کې

لطف الله . خېرخوا