نوې ټپيزې

زړګى دې يوړو لاړې پېغلې

خولې کې مې نشته لاړې پېغلې

لاړم د مرګ تر غاړې پېغلې

په تناره ولاړې پېغلې

ډوډۍ دې نه خورم د ديدن وږى دې يمه

 تا چې د حسن ځان نوکر کړ

ځان ته دې پېښ پخپله شر کړ

کلى دې ټول په ځان خبر کړ

جانانه ښه شوه ټس مې درکړ

ته مې مين کړې زۀ کراره کېناستمه

 ورځ به ماښام شي بيا به شپه شي

شپه به له کاله پرې اوږده شي

ورته به ګرانه ګوزاره شي

جانان چې ځي په مخ دې ښه شي

زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه

 تش د ديدن لانجې دې نه دي

په نه خبر غوسې دې نه دي

لنډې اوږدې وعدې دې نه دي

يوه دې نه ده، دوې دې نه دي

زه دې په کومه خطا خاورې واړومه

ح. حيران

سترګې له ورايه پرې خوږيږي

دا زړه ماشوم پرې قلاريږي

زړګى مې ډېر پسې خوږيږي

ديدن د ناستو خلکو کيږي

په سفر تللي مې په خداى سپارلي دينه

 بس دى نور سم شه د يار غمه

يو څه خو تم شه د يار غمه

لکه د غم شه د يار غمه

لږ کوټى کم شه د يار غمه

په ځينې وخت کې اباسين کمى کوينه

 زړګى مې خپله مينه ښايي

د چا نوم غلى، غلى وايي

د چا ښايست دى چې يې ستايي

روح مې په تن کې ځکه پايي

زه ورته وايم جانان نن سبا راځينه

ن . الهام