غزل

 

د ژوند نشـه د ژونـــد خمــار نـه لـرې، هېڅ نه لرې

چې يارانه نه لرې يار نه لـــرې، هېــــڅ نــــه لـــــرې

کـــه رقــيب نــه لــرې رېــــبار نـه لرې، هېڅ نه لرې

که زړه د مينې د اظــهار نـــه لــــرې، هـېڅ نه لرې

هسې بې درده بې احساسه ژوندون نه دى په کار

غم که د زړه په اوږو بار نه لرې، هېــــڅ نــه لـــرې

پــښتونــه ته بــه لـــوړ تاريخ لکه اسمان لرې خو

په خپله خاوره خپل اختيار نه لرې، هېڅ نه لرې

انسان د مينې په مـــعنا، انـــسان مين ته وايي

زړه کې که دغه سور انګار نه لرې، هېڅ نه لرې

کابله! تۀ بايد پــــه دې خـبره وپــــوهېـــږې!!!

که پېښور او ننګرهـــار نـــه لـــرې، هېڅ نه لرې

الهامه دلته کار هغه دى چې پيسې وي په کې

چېرته که داسې کوم يو کار نه لرې، هېڅ نه لرې

 

نصرت الهام