راليږونکی : ساجد بهار

ټليفونشميره: 0797623603

برېښناليکپته: sajid.bahar@yahoo.com

سرليک: غزل

نېټه: 06.02.2010 07:12

غزل


تش کالبوت او تش کالب درپسې مرمه
ته باور وکړه په رب درپسې مرمه

د اميد ډنډ دې جمال راځينې وړى
پروت په وچه لکه کب درپسې مرمه

ته چمبه يې د پيغلوټو په لاسو کې
زه د ماتو بنګړو ژرب درپسې مرمه

کابلۍ پيغلې چې شال دې په اوږه کړ
اوس د مينې په مذهب درپسې مرمه

دواړه سترګې دې چينې دي د زمزمو
صحرايې تږى عرب درپسې مرمه

ستا له دنګې ځوانۍ ځار شمه بهاره
د مينو له نسب درپسې مرمه

24/2/2009
ساجد بهار خوست