غزل

سم لکه ملګری راسره درومي
غم لکه ملګری راسره درومي

ډېر رانه په نيمه لار کې پاتې شي
کم لکه ملګری راسره درومي

شعر دې و ، تصوير دې و ؛خو ياد دې اوس
هم لکه ملګری راسره درومي

شکر دی يوازې زه پاګل نه يم
چم لکه ملګری راسره درومي

خير که رقيب بيا سترګې د سپي کړلې
دم لکه ملګری راسره درومي

عزت الله ځواب