څلوريزه
زه درته تېرشوم له دې غټ زړګي نه
ته له وړې خولګۍ نه تېره نه شوې
ما خوشالۍ کړې ټولې ستا په نامه
ته له يوې خولګۍ نه تېره نه شوې
قدرت الله درمان
31.01.2010
- نصرت الهام
غزل
هوس نه لرم ، شهوت مې په کار نه دی نه دی ، داسې محبت مې په کار نه دی
ستا د مړو سترګو کاږه کاته مې خوښ دي ستا د سرو شونډو شربت مې په کار نه دی
تش د مينې نوم د ژبې پر سر نه وړم تش د تورو تلاوت مې په کار نه دی
دا ياران زما په څه باندې ياران دي ؟...
07.02.2010
- نصرت الهام
غزل
سم لکه ملګری راسره درومي غم لکه ملګری راسره درومي
ډېر رانه په نيمه لار کې پاتې شيکم لکه ملګری راسره درومي
شعر دې و ، تصوير دې و ؛خو ياد دې اوسهم لکه ملګری راسره درومي
شکر دی يوازې زه پاګل نه يم چم لکه ملګری راسره درومي...