غزل

هوس نه لرم ، شهوت مې په کار نه دی
نه دی ، داسې محبت مې په کار نه دی

ستا د مړو سترګو کاږه کاته مې خوښ دي
ستا د سرو شونډو شربت مې په کار نه دی

تش د مينې نوم د ژبې پر سر نه وړم
تش د تورو تلاوت مې په کار نه دی

دا ياران زما په څه باندې ياران دي ؟
د بوتانو عبادت مې په کار نه دی

زه مې خپل دښمن په مينه ماتومه
که ضرور هم وي ، نفرت مې په کار نه دی

شاعري مې د دې خپل زړه مجبوري ده
شهرت نه غواړم ، شهرت مې په کار نه دی

د دې خپل تندي په ليک ژاړم الهامه !
د دې خپل زړګي قيمت مې په کار نه دی

نصرت الهام