غزل
خلک وا په اوښکو يې باڼه خيشته
دا خو مې په سرو وينو د زړه خيشته
اخ بلا رازونه به خولې وسپړي
اخ په شنه سحر دې کړل وېښته خيشته
ځه ! چې په ژړا کړو د زړه زور اوبه
پرېږده چې باران مو کړي لامده خيشته
دنګې ! د اسمان او سمندر په شان
يو د بل په اوښکو يو خيشته،خيشته
ژاړم، چې خپل زړه ته دې راښويه کړم
نرم شي ، چې کاڼي شي د غره خيشته
لاس د رقيب ستا د تورپيکي زوال
زر مه شه د مسو په اوبه خيشته
جلال امرخېل
30.01.2010
- نصرت الهام
بی وسي
داستا د خولې پستې پستې خبرې زما د زړه رباب ته ترنګ ورکويغمونه ټول رانه په واک کې واخلي دژوند ښکلا ته نوی رنګ ورکوي»»»نن مې ده څومره بې وسي ګلابه څومره پریشانه زنده ګي تېرومڅنګه به خوند له ژوندانه واخلمه چی بې له تا نه زنده ګي تېروم»»»ګرانې چې ته کله په خیال کې راشې د بې وسۍ دېوال ته غلی کینم...
31.01.2010
- نصرت الهام
غزل
هوس نه لرم ، شهوت مې په کار نه دی نه دی ، داسې محبت مې په کار نه دی
ستا د مړو سترګو کاږه کاته مې خوښ دي ستا د سرو شونډو شربت مې په کار نه دی
تش د مينې نوم د ژبې پر سر نه وړم تش د تورو تلاوت مې په کار نه دی
دا ياران زما په څه باندې ياران دي ؟...