بی وسي


داستا د خولې پستې پستې خبرې
زما د زړه رباب ته ترنګ ورکوي
غمونه ټول رانه په واک کې واخلي
دژوند ښکلا ته نوی رنګ ورکوي
»»»
نن مې ده څومره بې وسي ګلابه
څومره پریشانه زنده ګي تېروم
څنګه به خوند له ژوندانه واخلمه
چی بې له تا نه زنده ګي تېروم
»»»
ګرانې چې ته کله په خیال کې راشې
د بې وسۍ دېوال ته غلی کینم
ځان ته په چیغو چیغو وژاړمه
د تنهایۍ دېوال ته غلی کینم
»»»
ګومان مې نه شي چې به تا ووینم
هجران په غېږ کې رانیولی یمه
پښې او لاسونه یې راته کلک تړلي
د هجر تورې بلا وړی یمه
»»»
زړګيه یم په زند ګۍ ستومانه
چې ته زما او زه له تا نه لرې
شم به ژوندی بېرته به ساه واخلمه
که راته و دې کړې یوڅوخبرې
»»»
يو به ترڅو د یو او بل په تمه
تر څو به ژوند په انتظار تېروو
د سپینو اوښکو ملغلرو کاروان
د بیلتانه په ستړې لار تېروو
»»»
 کله چې تا د واده لاس سره کول
په بې وسۍ دې  زما ډېر وژړل؟
زما د راتلو لار ته دې ډېر وکتل؟
په بې کسۍ دې زما ډېر وژاړل؟
»»»
دغه حالاتو زړه ته څړېکه راکړه
چې مې لا سترګو ځینې اوښکې لاړې
د ستا په مخ باندې مسکا خوند کوي
نوره دې بس وي ګرانې ونه ژاړې
»»»
یاسین شفق سعودی عرب