غزل

د چا د سترګو انتظار دی شيبه ، نه تيريږي
په زړه مې بار د غمو بار دی،  شيبه نه تيريږي

خوله راکوه ګرانې په دې خو قيامت نه رادرومي
شيخ پسې مه ګرځه وزګار دی ،شيبه نه تيريږي

شوو زاره چاودي په ټپو او په سندرو پسې
دلته بنديز په يكه زار دی ، شيبه نه تيريږي

لږ خو دمه شه لږه ساه واخله قربان دې شمه
لاړ به شې چېرته دې تلوار دی ، شيبه نه تيريږي

دا ستا د سپينې خولې چينې ته بلا تږي ولاړ
وايه چې کله زما وار دی شيبه نه تيريږي

ګرانه ده ډيره چې يې وشي بې له تانه درمان
زړه مې عجيب غوندې بيمار دی شيبه نه تيريږي

قدرت الله درمان