غزل

هیڅ نه پوهیږمه پرې ربه زړه مې بل څه غواړي
واړه وجود مې کوي ګړبه زړه مې بل څه غواړي

طبیبه هسې د دروغو دارو مه راکوه
نه مې زیړی دی او نه تبه زړه مې بل څه غواړي

مورې شرمیږم خو کوم درته صفا خبره
دروغ مې نه راځی په ژبه زړه مې بل څه غواړي

خدایه اخر به زه په دا نادان زړګي څه کوم
هسې نه واوړي له مذهبه زړه مې بل څه غواړي

ناصحه هسې مې په ستړي ژوند کې لاس مه واهه
اوړیدای نه شم له مطلبه زړه مې بل څه غواړي

بیا به ګوهر خدایه په ټول عمر هم نه شي مئېن
دا ځل مې خلاص کړې له غذبه زړه مې بل څه غواړي