غزل

 هره کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

يو څوک خو وه ،چې ته يې ما ته راترغاړې وېستې
درده ! هغه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

چې ( نه ) دې وکړه ، په ژړا شوې نور مې نه ياديږي
هغه صحنه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

دې زمانې دومره له ډاګې ډاګې ويشتی يم چې
زما نامه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

ژمی ،  کابل  ، زما غربت او ستا نرۍ لوپټه
د باران شپه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

مورې ! دنيا راباندې وچورلېده،  سر مې دروند شو
مورې ! قبله له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
 
جلال امرخېل