غزل

هم قاتلان هم مقتولان زما د کلي خلک

د ځان په ظلم مظلومان زما د کلي خلک

خپله ګوزار کوي په ځان زما د کلي خلک

دا لېوني دي په قران زما د کلي خلک

دښمن یې هېر دی، یا خپل ورور په پردو کاڼو ولي

او یا په سر باندې اسمان زما د کلي خلک

اوس دې مرام نه لري، اوس دې هېڅ ارمان نه لري

خو بیا به وکاندي ارمان زما د کلي خلک

تر ټولو مخکې مې اوس دا خلک په کاڼو ولي

زما دوستان، زما یاران، زما د کلي خلک

 

                                                            نصرت الهام