پیسې

 

هر سړی د پیسو وږی

هر سړی د دولت وږی

په پیسو کې عزت ګوري

هر انسان د عزت وږی

 

د مالدار چې احترام شي

دا مالدار محترم نه دی

ټول یاران یې د پیسو دي

دوی ته یار محترم نه دی

 

د پیسو په لکۍ سوره

انسانیت درته پکار دی

سړیتوب درته پکار دی

محبت درته پکار دی

 

دغه مال او دا دولت خو

وسیله ده مقصد نه دی

چې انسان ورته روان دی

دا نو هغه سرحد نه دی

 

د ضمیر په اینه کې

څپل کوږ ځان وګوره سم شه

دولت ښه دی پیسې ښې دي

خو په ښه خوی محترم شه

 

ښه سړی تر بدو بد شي

وسیله چې یې مقصد شي

 

نصرت الهام