کله راته څه وايې، او کله راته څه وايې
بیا د رنګ په ژبه ژېړه ګله راته څه وايې

زه په شرپهار لکه چنار، در ته پسخېږمه
ته په خوشبویۍ لکه سینځله راته څه وايې

ته راته دا ووایه چې کېږي او کنه کېږي
نوره د سبا سبا بدله راته څه وايې

خلک ملک پرېږده، خلک هرڅه هرڅه وایي خو
خپله كيسه وکړه چې ته خپله راته څه وايې

شیخه، که کوم پاک سړی، يې ووایي خو ودې شي
ته تر ما بتره بد عمله راته څه وايې

 بیا دې څه ګیله راوړې، بیا دې شونډې بوڅې دي
بیا په وړه خوله، لکه بلبله راته څه وايې

مجید قرار