لېونی
نظم
لېوني څادر اغوستی
له خپل ځان سره لګیا دی
له دې ځمکې نا خبره
له اسمان سره لګیا دی
خپل قسمت سره په جنګ دی
خپل ګرېوان سره لګیا دی
ماشومان ورنه راتاو شول
یو ماشوم تر ټولو شوخ دی
خړ څادر یې ترې راکش کړ
شور او ځوږ د ماشومانو
لېونی یې لېونی کړ
څوک یې تیږو باندې ولي
څوک یې ټولې پېښې وکړي
لېونی بلا هوښیار دی
هم د کلي هم د ښار دی
تش مسکی شي او روان شي
شاوخوا ته نظر وکړي
ټولو خلکو ته حیران شي
د کوڅې تر پایه لاړو
هلته سم خلک ولاړ دي
لکه غم خلک ولاړ دي
لېونی ورنه وېریږي
په راغلیو قدمونو
بېرته شاته شو واپس شو
که څه هم منزل یې نشته
خو مزل یې هم عبس شو
خو دې خواته ماشومان دي
او په لور یې راروان دي
لېونی ورنه ویریږي
غټ غټ کاڼي ورسره دي
لېوني ځمکې ته لاس کړ
هغه کاڼی یې راواخیست
چې دده په لور ګوزار و
خلک ټول له مخې چپ شول
لېوني لاره پیدا کړه
او په خپله مخه ولاړو
اوس نو کاڼی دده یار دی
په هر ځای کې یې پکار دی
دا څو کاله ورسره دی
څوک پرې نه ولي هوښیار دی
نصرت الهام