فیس بک
په زړګي کې مې اوسېږې
په فیس بک هم راسره یې
فاصلې یې کمې کړي
د غمونو او دردونو
قافلې یې تمې کړي
خط لېږل که نیم دیدن وي
نو چیټنګ له دې ورتېر دی
هره ورځ راته دا وایې:
هر سهار دې پاڼه ګورم
په تصویر دې زړه تسکین کړم
نوې نوې شاعري دې
ټوله یاده کړم په یادو
تبصرې دې ټولې لولم
پکې ګرځم پکې ځغلم
تا زما تصویر خوښ کړی
او ما ستا تصویر خوښ کړی
له سلام نه دې قربان شم
د فیس بک پاسورډ مې ته یې
ستا خوږې، خوږې خبرې
څه خوږې لکه شکرې
شاعري ترې جوړومه
په خپل نوم یې خپرومه
ته پوهېږې، زه پوهېږم
ښه پوهېږې ښه پوهېږم
چې دې ژوند یم چې مې سا یې
چې زه ستا یم ته زما یې
خو بیا هم زما ملګري
هره ورځ راپسې ګورې
ټول حساب یې درمالوم دی
ټول د شک په نظر ګورې
خو باور دې په خدای وکړه
مستعار نومونه ډېر دي
څوک سپوږمۍ ده څوک هوسۍ ده
څوک کوتره څوک هیلۍ ده
ټول زما خواږه دوستان دي
جینکۍ نه دي نران دي
وزګارتیا په مخه کړي
شوخکان دي شیطانان دي
خو پوهېږم په دې هرڅه
چې ته شک کوې شکمنې
هره ورځ دې دوی په یاد وي
د هیلۍ تصویر ښایسته دی
که سپوږمۍ درباندې ګرانه
مهاجره دې خوښیږي
که کوچې درباندې ګرانه
وسوسې درسره ملې دي
ته د شک په دام کې ګېره
ته په خپلې پاکې مینې
بې باوره ښکارې ډېره
نصرت الهام