غزل

جلال امرخېل

 

په ما دې دا څنګه جادو څنګه بلا كړې ده

چې د زړګي زخم مې ستا په نوم رڼا كړې ده

كه مې فرياد كړى دى، ډېر مې په خپل زړه كړى دى

كه شاعري مې كړې ډېره مې په تا كړې ده

ته دې د كومې پيرزوينې احسانونه كوې

ما چې ژړا كړې نو هله دې خندا كړې ده

يو يې چې و غورځوي سل نور يې په سترګو ښكل كړي

خدايزده شاعر زړه ته مې كوم مين دعا كړې ده

مونږ يې ملاتړ كړى دى، مونږ ورباندې سر وركړى

د حق خبره كه منصور او كه ملا كړې ده

جلاله ما خو تش لفظونه د غزل شيندلي

په شاعرۍ كې خو يارانو انتها كړې ده