غزل

مجيد الله قرار

 

د هرې پېښې تر شا لاس دى د بل

په ځان شكي يم زما لاس دى د بل

ويل يې دا مار دى راروان دى پر خوا

ما ويل مار نه دى دا لاس دى د بل

د يو كافر پر ضد چې كيږي دلته

تر شا ددغې غذا لاس دى د بل

زما د پرون ګيله تازه ده لا هم

ستا په اوږه باندې بيا لاس دى د بل

بيا مې پر زړه ده د غم ليكه پرته

زړګيه پروت چې په تا لاس دى د بل

تر زړه مې بيا راغځېدلى منې

لكه يوه سپينه رڼا لاس دى د بل

ايښې زموږ په سينه پښه د ملا

پروت په اوږه د ملا لاس دى د بل