نظم
پير محمد كاروان
داسې مه كوه ملنګه
ملنګي خو په دې نه ده
چې كچكول غاړې ته واچوې روان شې
ګرېوان څيرې سر ببر پښې ابلې ګرځې
اواره د غره راغه د بيابان شې
يا له شور نه د عالم په منډو سر شې
د چوپتيا غوندې په غار كې غلى كېنې
نه دې ګټه نه دې زيان چاته رسيږي
نه دې درد نه دې درمان چاته رسيږي
بس ايله د خپل ژوندون پر ستوني باندې
د خپسې په څېر ناست يې
خپلو شونډو ته دې كولپ وي اچولى
نه دې غږ نه دې سندره چاته رسي
نه د جنګ په ودرولو كې دې لاس وي
نه دې توره نه دې زغره چاته رسي
رواني دې له خبرو وي ويستلې
د اوبو غوندې خبرې دې وي يخ باندې وهلې
داسې مه كوه ملنګه
په شرنګا باندې له چوپ خلوت راووځه
ګوره نه د غره پر څوكه
ژېړى لمر تاته ولاړ دى
هله هله ستا خبرې
دا د يخ ټوټې ټوټې دې
ورته ټولې كتار كېږده
چې اوبو غوندې روانې په غورځنګ شي
چې ژوندون پكې روان په شور و شرنګ شي
ګوندې چرته خو پرې تنده شي خړوبه
د ژوندون سوې صحرا به كړې په سرو ګلونو ډوبه