واورئ

 

 

غزل

د خپل احساس سره په جنګ شي سړى

ملك د پښتو دى اخير تنګ شي سړى

لكه چې توره ميان كې ډېره كېږدې

داسې په كور دننه زنګ شي سړى

ځان ترېنه هېر وي ته جهان يادوې

چې د بنګړو په شړنګاشړنګ شي سړى

ګل دې له زلفو داسې پرېوتلو

لكه ګوزار له لوى ګړنګ شي سړى

اول خوشال وي په پښتو مين وي

خو چې واكدار شي نو اورنګ شي سړى

دا د ملنګ عبد الرحمن وينا ده

هله بادشاه شي چې ملنګ شي سړى

شاكر د شونډو په لمس داسې ميين

لكه ميين د جام په كړنګ شي سړى

اقبال شاكر