د ښونکي ورځ

ارش ننگيال

لکه د ختر ورځ چې راروانه وي، داسې  خوشاله و، چې ټوله ورځ  او ان د شپې تر نيمايي يې له خپلې  ځوانې کونډې مور سره د ښونکي د ورځې په هکله خبرې وکولې، که څه هم چې لس دولس ورځې ورته پاتې وې خو فواد ورته ډېر په تلو سه کې و.
 فواد د مورمشر او يواځينی ځوى و چې له پلار نه يو کلن پاتې شوی و. د کارته نو د غونډۍ په سريې په يو زوړ کور کې ژوند کا وه . د فواد ترونو يواځې دومره پيسې ورکولې چې د کور کرايه شي . په ميا شتو يې چا پو ښتنه نه کوله. فواد په دويم ټولګي کی و. د هر ې ورځې په تېريدو د ښونکي ورځ رانيژدې کيده او د فواد تلوسه او غوښتنې ډېرېدې مورته به يې د خپلو همصنفيانو کيسې کولى .
-اجمل ويل زه کباب او چپس راوړم،  خو جاويد ډېر ښه هلک دی هر څه چې راوړي ما ته يې هم راکوي. هغه ويل چې  معلمې ته بوټونه اخلم. خو اول نمره مې ډېر زوروي پرون يې په خط کش په لاسو نو ووهلم .ما ته وايي تاسو خيرات خواره استئ. هغوی ډېر پيسه داران دي نوي نوي کا لي اغوندي هر شى ځان سره مکتب ته راوړي. زمونږمعلمې ته يې ډير ښه ټيکرى اخستی، هغه ورځ يې له ځان سره راوړی و. ناديه وايي چه منتو راوړم مورې ! دا منتو څه شی دى؟
 خو مور پټه خوله د فواد خبرو ته غوږ نيولی و، مړې مړې اوښکې يې په  مخ روانې وې ژر يې پاکې کړې :
- ولې به غريبان يو غريب خو هندو وي چې ايمان نه لري . ته چې له خيره له مکتب نه خلاص شوې پو هنتون به ووايې بيا به نو ښه وظيفه ولرې هر څه به ډېر وي.
 فواد په خوشالۍ وويل:
- مورې زه ډاکټري وايم خلک به ماينه کوم. هر مازيګر به مې لاس کې د ميوو او چاکليټونو پلاستيک وي. اول تا ته يو جوړه کالي اخلم او ځانته يو جوړه لوکسې څپلۍ. ګوره د څپليو بندونه مې شکېدلي نه تړل کيږي .
 د  فواد په وړو وړو خبرو يې مور دومره خوشاله او هيله منه شوه چې بې وار ه يې اوښکې ګړندۍ شوې . ژر يې وويل:
-ميرات شې ګوته مې په سترګه ولګېده . ژريې اوښکې پاکې کړې. فواد ژر پا څېده: (( ته ودرې چې سترګه دې کوف کړم، ښه کيږي ))
 د مورد ټيکری  پيڅکه يې کلوله کړه دوه درې ځله يې کوف کړه او د مور په سترګه يې کېښوده. مو ر په تندي ښکل کړ.
-  فواده ځويه ښه شوه!
-  ښه مورې ما ته به بيا چپس پخوې او يو لاسي ګل به راته اخلې سمه ده !
 مور په مړه خندا وويل : د معلم ورځ ته ډېر وخت پاتې دى هر څه به درته و اخلم.
 مور له ډېرو ورځوراهيسې په دې فکر کې وه چې د فواد غوښتنې څنګه پوره کړي. حال دا چې ډېره موده يې په ماړه نس څه نه و خو ړلي. هر څه چې به وو فواد ته يې ورکول . خو دښوونکي ورځ هم راورسېده چې فواد يې په انتظار و ،  فواد د شپې تر نيمايي  پورې له خپلې مور سره د سبا ورځې په هکله خبرې کولې. مور ملا اذان را پا څېده زړه چادري يې په سر کړه او ګړندۍ د مارکيټ  په لور روانه وشوه.  داسې ښکارېده چې د شپې يې کوم فکر کړی. د تر کاري فروشيو د دکانونو مخې ته يې سترګې وارخطا وار خطا غړولې لکه څه يې چې لټول په يوه شېبه کې يې  پلاستيک له خوسا الوګانو نه ډک کړ خوشاله کورته راروانه شوه.څو چې فواد ويښېده چپس يې ورته د بورې  په پلاستيکي لوښي کې چې ډېره موده يې بوره نه وه ليدلې واچول ، او په خوښۍ يې فوادويښ کړ، سرته يې ورته زړې خوپاکې جامې ايښې وې . فواد چې را پا څېد خونه يې له سترګو تيره کړه
- مورې ګل دې چيرته ايښی ؟
له دې خبرې سره مور وارخطا شوه ځکه د چپسو په خوښۍ يې ګل له ياده وتی وه .او نه خو ورسره  يوه ټنګه وه چې ګل پرې واخلي، ژر د بکس په لور لاړه ، پنډ يې خلاص که سپين خامکي دسما ل يې ترې راوويست
- فواده ځويه! دا ستا د پلار د شا توب دسمال دی چې ما ورته په خپل لاس ګنډلی وه . کابليان خامکي شيان ډير خوښوي .
 که څه هم چې فواد ګل غوښته خو مور راضي که .په لږه شېبه کې فواد تيار شو .   د تک لپاره يې ډېره بيړه درلوده چپس او دسمال يې له ځانه سره واخيستل شليدلې څپلۍ چې بندونه يې نه تړل کېدل په  پښو کړې    او روان شو . مور ايله د ارامۍ سا واخيسته . مور يې فواد پسې غږ کړ
- فواد ه ځويه! شوخي ونه کړې ژر کورته راشه !
 فواد  په روانه مور ته مخ را واړو: (( ښه مور ))  چې دې وخت کې  چپه پښه د ښې پښې د څپلۍ په بند راغله غوښتل يې چې قدم پورته کړي خو  يو دم پړ مخې ولويد. د فواد په ليدو د مور له پښو دمه لاړه سترګې يې پټې کړې ځای په ځای کيناسته . فواد چې رنګ يې تک ژيړ اوښتی و  کله يې مور کله يې په خاورو ککړو چپسو او دسمال ته کتل . حيران وه چې څه وکړي  په لړځېدلي غږ يې وويل : (( ځه خير دی نن مکتب ته نه ځم))